د «ادم» پښتو ادبي ټولنې د پلۍ درې د میاشتې اولنۍ غونډه ترسره شوه

 چكدره – 12 ستمبر (اے پي پي) د «ادم» پښتو ادبي ټولنې د پلۍ درې د میاشتې لومړنۍ غونډه تېره ورځ د ستمبر په 11 مه نېټه مازيګر څلور نيمې بجې د ټولنې په دفتر کښې وشوه۔ غونډه د ټولنې صدر جنید ناکام په مشرۍ او د کشر سېکتر دل ارام باچا په نظامت کښې وشوه. د غونډې پېل د شیدا راڼېزي له خوا د قرآن کریم مبارکو آیتونو تلاوت …

 چكدره – 12 ستمبر (اے پي پي) د «ادم» پښتو ادبي ټولنې د پلۍ درې د میاشتې لومړنۍ غونډه تېره ورځ د ستمبر په 11 مه نېټه مازيګر څلور نيمې بجې د ټولنې په دفتر کښې وشوه۔ غونډه د ټولنې صدر جنید ناکام په مشرۍ او د کشر سېکتر دل ارام باچا په نظامت کښې وشوه. د غونډې پېل د شیدا راڼېزي له خوا د قرآن کریم مبارکو آیتونو تلاوت سره وكړے شو۔ د غونډې د ايجنډې له مخې د ارشد علي ارشد په غزل هر اړخیز ادبي او فني بحث وشو، چې ګډونوالو د غزل په مطلع، شعرونو، قافیو او ټكو خپل نظرونه وړاندې کړل.په پايه كښې کریم داد شاه کریم هم په ټول کلام خپل نظر شریک کړو۔ له رسمي بحث وروسته د ملګرو په غوښتنه آزاده مشاعره وشوه، چې پكښې ګڼو شاعرانو خپل کلامونه وړاندې کړل۔ د غونډې په پايه کښې صدر جنید ناکام د ټولو ګډونوالو مننه وکړه او اختتامي دعا سره غونډه پاي ته ورسېده.

مزید خبریں