كوئته۔ 10 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ د تعليم لپاره قائمه كمېټۍ غونډه په اسمبلي سېكرټريټ كښې وشوه د كومې مشري چې چيئرمېن خېر جان بلوچ وكړه۔ غونډه كښې د كمېټۍ غړو رحمت صالح بلوچ ٬ مير جهانزېب مينګل او مير لياقت علي لهړي ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د اسمبلۍ سېكرټري طاهر شاه كاكړ ٬ د لوړو ذدكړو سېكرټري هاشم غلزئۍ ٬ او نورو لوړ پورو …
د بلوچستان صوبائي اسمبلۍ د تعليم لپاره قائمه كمېټۍ غونډه

مزید خبریں
كوئته۔ 10 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ د تعليم لپاره قائمه كمېټۍ غونډه په اسمبلي سېكرټريټ كښې وشوه د كومې مشري چې چيئرمېن خېر جان بلوچ وكړه۔ غونډه كښې د كمېټۍ غړو رحمت صالح بلوچ ٬ مير جهانزېب مينګل او مير لياقت علي لهړي ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د اسمبلۍ سېكرټري طاهر شاه كاكړ ٬ د لوړو ذدكړو سېكرټري هاشم غلزئۍ ٬ او نورو لوړ پورو ګډون كولو۔ په غونډه كښې د تعمير نو يونيورسټي كوئټه بل 2026 تفصيلي جاج واغستلے شو ٬ د بل مقصد د شخصي څاڼكې لاندې د تعمير نو يونيورسټي جوړول دي٬ دغسې چې معياري تعليم ٬ تحقيق ٬ جدت او د انساني وسائل ترقۍ ته وده وركړې شي۔ غونډې ته ووئېل شول د يونيورسټۍ جوړېدو څخه به تر اعلې تعليم رسنه كښې پراختيا ٬ تعليمي ادارو او د صنعت ترمينځه راوبط زياتولو ٬ كاروباري صلاحيتونو او د ټېكنالوجۍ ودې پشمول د صوبې سماجي و معاشي پرمختګ له به معاونت تر لاسه شي۔ يونيورسټي به د اړوند قوانين ٬ حكوماتي پايسيو او د بلوچستان حكومت او د هائر ايحوكېشن كمېشن د ټاكلي تعليمي معيار او كوالټي ايشورنس اصولو تر مخه د ډګريو جاري كولو د اردارې په توګه كار كوي۔ په دې موقع د كمېټۍ غړي رحمت صالح بلوچ ووئېل تعميرنو د تعليم په وده او د ټولنې لا ښه والي لپاره د ذكر وړ خدمات تر سره كړي دي۔ ده ووئېل د ادارې مشرانو او د سر كسانو د ټولنې تعليي او سماجي پرمختګ و ترقۍ كښې مهم كردار تر سره كړے دے۔










