نيويارك 10 ستمبر (اے پي پي) د جمهوريه چيك د ټېنس نامتو لوبغاړې کټرينا سينياکووا او د ھغې د امريكې جوړيداره ټيلر ټاؤن سينډ د خپلې بريا لرۍ جاري ساتلو سره د يو اېس اوپن ټينس ويمنز ډبلز مقابلو كښې فائنل ته ورسېدلې۔ د اي اېس پي اېن له مخې کټرينا سينياکووا او د ټيلر ټاؤن سينډ پشمول د وېمنز ډبلز مقابلو په سيمي فائنل راٶنډ مېچ كښې د …
د ټېنس نامتو لوبغاړې کټرينا سينياکووا او ټيلر ټاؤن سينډ يو ايس اوپن ټينس ويمنز ډبلز فائنل ته ورسېدې

مزید خبریں
نيويارك 10 ستمبر (اے پي پي) د جمهوريه چيك د ټېنس نامتو لوبغاړې کټرينا سينياکووا او د ھغې د امريكې جوړيداره ټيلر ټاؤن سينډ د خپلې بريا لرۍ جاري ساتلو سره د يو اېس اوپن ټينس ويمنز ډبلز مقابلو كښې فائنل ته ورسېدلې۔ د اي اېس پي اېن له مخې کټرينا سينياکووا او د ټيلر ټاؤن سينډ پشمول د وېمنز ډبلز مقابلو په سيمي فائنل راٶنډ مېچ كښې د بيلجيئم ايليس مرټنز او د ھغې د روسيه جوړي دارې ډيانا شنائيډر ته ماتې وركړه ۔ د يادونې وړ ده د كال څلورم او آخري ګرينډ سلام يو ايس اوپن ټينس ټورنامنټ خوندورې مقابلې د امريكې په نيويارك ښار كښې روانې دي۔ په ميګا ايونټ كښې د ويمنز ډبلز مقابلو په سيمي فائنل مېچ كښې د جمهوريه چيك کټرينا سينياکووا او د ھغې د امريكې جوړي دارې ټيلر ټاؤن سينډ د بيلجيئم ايليس مرټنز او د ھغې د روسيه جوړي دارې ډيانا شنائيډر ته په ماتې وركولو سره د ميګا ايونټ ويمنز ډبلز مقابلو فائنل لپاره کواليفائي وكړه ، په فائنل كښې به دوي د امريكې جوړۍ ايشلن کروګر او رابن مونټګمري سره مقابله كوي










