رياض۔ 10 ستمبر(اے پي پي) د سعودي عرب د پبلك هيلته اټهارټي "وقايه " انكشاف كړے دے چې د شته شمېرو نه دا څرګندېږي چې سعودي عرب كښې د چينو كارېدل دومره زيات شوي دي كومو ته چې د پام لرنې كولو ضرورت دے٬ دا استعمال په خاص توګه په هغه خوراكونو او شربتونو د لارې كېږي چې پكښې زيات شكر ګډولې شي۔ د العربيه اردو تر مخه پبلك …
سعودي عرب كښې د چينو زياتو كارېدو پلو د پام كولو ضرورت دے ٬ پبلك هيلته اتهارټي

مزید خبریں
رياض۔ 10 ستمبر(اے پي پي) د سعودي عرب د پبلك هيلته اټهارټي “وقايه ” انكشاف كړے دے چې د شته شمېرو نه دا څرګندېږي چې سعودي عرب كښې د چينو كارېدل دومره زيات شوي دي كومو ته چې د پام لرنې كولو ضرورت دے٬ دا استعمال په خاص توګه په هغه خوراكونو او شربتونو د لارې كېږي چې پكښې زيات شكر ګډولې شي۔ د العربيه اردو تر مخه پبلك هيلته اتھارټي تېره ورځ ېيان كښې واضحه كړه جې د دې چېلنج مخ نيوي مطلب د چينو نه مكمل پرهېز نه بلكې د دې مقدار محدود كول او د روزمره خوراك په اړه ښه انتخاب كول دي۔ بيان كښې وئېلې شوي دي د چينو زياتېدونكے استعمال او غېر صحت مند غذائي عادات خپرېدو سره د دغې سره د تړلو خطرو عوامل ٬ چې پكښې وزن كښې زياتوالے ٬ چاقېدل ٬ د غاښونو خرابتيا او ټائپ ټو ذيابېطس شامل دي۔د كومو مخ نيوي له چې د “ستاسو صحت ستاسو انتخاب ” په سرخط كمپائن پېل كړے شوے دے ۔ دا كمپائن د روغتيا وزير په مرسته د پبلك هيلته اتهارټي “وقايه ” په مشرۍ كښې او د ړوند ادارو په همكارۍ پېل كړے شوے د كوم مقصد چې په قامي كچه بنيادي احتياطي تدابير ته وده وركول او د ټولنې وګري د زيات صحت منده غذائي انتخاب كولو جوګه كول دي۔










