د آبنائے هرمز صورتحال كښې په تاو تريخوالي د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل د اندېښنې څرګندونه وكړه

  ملګري ملتونه۔ 10 ستمبر (اے پي پي)  د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترېش د آبنائے هر مز ګير چاپېره د تاو تريخوالي په زياتېدو  د سختې انېښنې څرګندونه كړې ده۔ د شنهوا تر مخه  د ملګرو ملتونو وياند اسټيفن دو جارك ووئېل سېكرټري جنرل د  تېرو څو ورځو نه د آبنائے هرمز ګېر چاپېره  اطلاعات باندې  سخته اندیښنه لري ٬ چې پكښې په تجارتي بحري بېړيو بريدونه ٬  …

 

ملګري ملتونه۔ 10 ستمبر (اے پي پي)  د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترېش د آبنائے هر مز ګير چاپېره د تاو تريخوالي په زياتېدو  د سختې انېښنې څرګندونه كړې ده۔ د شنهوا تر مخه  د ملګرو ملتونو وياند اسټيفن دو جارك ووئېل سېكرټري جنرل د  تېرو څو ورځو نه د آبنائے هرمز ګېر چاپېره  اطلاعات باندې  سخته اندیښنه لري ٬ چې پكښې په تجارتي بحري بېړيو بريدونه ٬  او د بحري او د توان  بنيادي ډهانچې خلاف  د لا كاروائيو دړكې وركول شاملې دي۔ هغه ووئېل  آبنائے هرمز او د هغې چاپېره   د بحري جهازونو د تګ راتګ حقونو  او د جهاز  رانۍ  آزادي د نړيوال قانون تر مخه مكمل بحال  او په ځائے ساتل پكار ده۔  وياند ووئېل  ملګرو ملتونو د ټولو اړوندو ډلو څخه  يو ځل بيا د ډېر تحمل څرګندونې او د داسې بيانونو نه د ډډې كولو غږ كړے دے كوم چې د وړاندې نه جوړ تاو تريخوتالے لا زيات كړي۔  هغه خبردارے وركړو  چې د  لا تاو تريخوالي په نتيحه كښې   د وګړو ٬ سيمه ايز  استحكام ٬  نړيوال امن  و سلامتيا او د نړيوال معيشت  لپاره سنګين نتائج رامخې ته كېدې شي۔سېكرټري جنرل په ډلو زور راوړلو سره ووئېل چې د سفارتي  ذرائعو نه په استفادې كولو د خبرو اترو  د لارې مسائل حل كړئ ۔

مزید خبریں