پیښور ۔ 10 ستمبر (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ د صحت کارډ پلس پروګرام په اړه مهمه غونډه وشوه۔ د وزیراعلی هاوس پیښور وياند تر مخه غونډه كښې د صحت کارډ پلس پروګرام لا منظم، مؤثر او غوره جوړولو لپاره په مجوزہ اقدامات غور وكړے شو ۔ په غونډه كښې د 24 ساعته فعاله پاتي كېدونكو د روغتيا …
د وزیراعلیٰ سهیل آفریدي په مشرۍ كښې د صحت کارډ پلس پروګرام په اړه مهمه غونډه

مزید خبریں
پیښور ۔ 10 ستمبر (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ د صحت کارډ پلس پروګرام په اړه مهمه غونډه وشوه۔ د وزیراعلی هاوس پیښور وياند تر مخه غونډه كښې د صحت کارډ پلس پروګرام لا منظم، مؤثر او غوره جوړولو لپاره په مجوزہ اقدامات غور وكړے شو ۔ په غونډه كښې د 24 ساعته فعاله پاتي كېدونكو د روغتيا بنیادي مراکز، رورل هیلتھ سنټرز او د کیټیګري ډي روغتونونو په صحت کارډ كښې د شاملولو په تجویز غور وكړے شو ۔ غونډه كښې د صحت کارډ تر مخه د ګران علان کوریج زياتولو او سروس ریټس كښې په مرحله وار زياتوالي هم خبرې وشوې ۔ غونډه كښې وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي ووئېل د صحت کارډ سهولت د ناسمه كارولو مخ نيوي ضروري دے ، روغتونونه دې د ضابطه اخلاق پابند كړے شي ۔ده ووئېل د بنیادي صحت مرکزونو او د ډسټرکټ هید کوارټر روغتونونو د ریویمپنګ مقصد اولس ته په درشل د روغتيا آسانۍ وركول دي۔ ده ووئېل صحت کارډ پلس د اولس لپاره لوي سهولت دے ، دا به لا ښه او په مؤثر ډول چلولو لپاره اقدامات کولې شي ۔ دغسې غونډه كښې د سوشل هیلتھ پروټیکشن یونټ د استعدادِ زياتولو ضرورت ته هم اتفاق وكړے شو










