اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) پاکستان كښې د چین سفیر جیانګ زیډونګ وئيلي دي چین او پاکستان كلك ملګري دي او دواړه هېوادونه د نړيوال نظم و نسق په اقدام په ګډه عملدرآمد سره سره دوه اړخيزه اړيكي لا قوي كولو له لوظي دي۔د شورو په ورځ د چین سفارتخانې د اړخه جاري شوي بيان له مخې د چین سفیر ووئيل تير كال ستمبر كښې د چین …
چین او پاکستان د نړيوال نظم و نسق په اقدام په ګډه عملدرآمد سره دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو له لوظي دي۔ د چین سفیر

مزید خبریں
اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) پاکستان كښې د چین سفیر جیانګ زیډونګ وئيلي دي چین او پاکستان كلك ملګري دي او دواړه هېوادونه د نړيوال نظم و نسق په اقدام په ګډه عملدرآمد سره سره دوه اړخيزه اړيكي لا قوي كولو له لوظي دي۔د شورو په ورځ د چین سفارتخانې د اړخه جاري شوي بيان له مخې د چین سفیر ووئيل تير كال ستمبر كښې د چین صدر شی جن پنګ د شنګھائی مرستي تنظیم (اېس سی او) تیان جن مشرانو غونډه كښې د نړيوال نظم و نسق اقدام وړاندې كړے ؤ كوم چې د ګڼ اړخيزه نظام، نړيوال يووالي، مساوات او انصاف ودي لپاره يو واضحه او د عمل وړ تګلاره وركوي۔ده ووئيل خپلواكه مساوات،د نړيوال قانون تر مخه واكمني، ګڼ اړخيزه نظام، اولس په مركز كښې ساتل او عملی اقدامات د لارې نتيجې ترلاسه كول د دې اقدام بنیادی اصول دي۔جیانګ زیډونګ ووئيل د تير يو كال په مهال نړيوال نظم و نسق اقدام ته په نړيواله كچه پراخه ډاډګيرنه ترلاسه شوې او نزدې 160 هېوادونو او نړيوالو تنظیمونو د دغې مرسته كړې او مثبت غبرګون يې پرې څرګند كړے۔










