پاكستان په مينز جونيئر ايشيا كپ 2026  پول بي مېچ كښې  بنګله ديش له ماتې وركړه

  لاهور 09 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان هاكۍ لوبډلې په مينز جونيئر ايشيا كپ 2026 پول بي يو مېچ كښې د ښې كاركردګۍ په څرګندونه بنګله ديش له د نشت په مقابل كښې په درېو ګولونو ماتې وركړې ده ٬ د پاكستان غلام مصطفي د مېچ غوره لوبغاړے وګرځولے شو۔ د پي اېچ اېف  له مخئ د مېچ په نهم او 12م منټ رانا وليد پرله پسې دوه …

 

لاهور 09 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان هاكۍ لوبډلې په مينز جونيئر ايشيا كپ 2026 پول بي يو مېچ كښې د ښې كاركردګۍ په څرګندونه بنګله ديش له د نشت په مقابل كښې په درېو ګولونو ماتې وركړې ده ٬ د پاكستان غلام مصطفي د مېچ غوره لوبغاړے وګرځولے شو۔ د پي اېچ اېف  له مخئ د مېچ په نهم او 12م منټ رانا وليد پرله پسې دوه فيلډ ګولونه كولو سره د پاكستان د بريا بنياد كېښودو ٬ په آخري كوارټر كښې په 52م منټ غلام مصطفي  په ښه فيلډ موو كولو سره په درېم سكور  د پاكستان بريا  باوري كړه۔ د پاكستان هاكي فيډريشن صدر جونيئر ټيم ته په ناقابل شكست پاتې كېدو او تر سيمي فائنل رسنې او جونيئر ورلډ كپ لپاره په كواليفائي مباركي وركړه۔ ده په سيمي فائنل كښې قامي جونيئر ډلې لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه

مزید خبریں