سوريه كښې د اسرائيل كاروائۍ د جنګي جرائم مترادف ګرځېدې شي ٬  ٬ ملګري ملتونه

  ملګري ملتونه ۔ 09 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو تحقيق كارو وئېلي دي سوريه كښې د اسرائيل كاروائۍ چې پكښې په سوونو كسان په حراست كښې اغستل شامل دي  ٬د جنګي جرائمو  مترادف ګرځېدې شي ٬  د العربيه اردو تر مخه   د ملګرو ملتونو د اړخه  د  سوريه په اړه   د پلټنو خپلواكه نړيوال كمېسون غړي  فيونو الاني اولاين ووئېل كمېسون د اسرائيل په پرله پسې كاروائيو …

 

ملګري ملتونه ۔ 09 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو تحقيق كارو وئېلي دي سوريه كښې د اسرائيل كاروائۍ چې پكښې په سوونو كسان په حراست كښې اغستل شامل دي  ٬د جنګي جرائمو  مترادف ګرځېدې شي ٬  د العربيه اردو تر مخه   د ملګرو ملتونو د اړخه  د  سوريه په اړه   د پلټنو خپلواكه نړيوال كمېسون غړي  فيونو الاني اولاين ووئېل كمېسون د اسرائيل په پرله پسې كاروائيو سخته اندیښنه لري ۔ هغه ووئېل  دا افعال د جنګي  جرائمو درجې ته رسېدې شي ۔ بل پلو  د بشري حقونو كونسل په تېره ورځ  شوې غونډه كښې  د سوريه استازي ياسر الفرحان د دې خبرې تصديق وكړو  چې په سوريه كښې  د كوم امتياز  نه پرته د انصف  او احتساب په لاره روان يو۔  او كمېسون  د نړيوالو تنظيمونو سره د خپلې مرستې  ته وده وركوي۔   هغه د اسرائيل د پرله پسې كاروائيو غندنه وكړه  چې پكښې بمبارۍ  ٬ د وګړو تخښتونه ٬ دراندازي  او په وګرو بريدونه شامل دي۔ هغه  د اسرائيل كاروائۍ د ڼړيوالو قراردادونو  ٬ د سوريه د خیلواكۍ  ٬ د سلامتيا او د انخلا د  لوظ نامې خلاف ورزۍ  وګرځولې۔  د سوريه استازي د بشري حقونو كونسل نه غوښتنه وكړه چې د اسرائيل  لخوا په جبر د بې دركه كړو وګړو  درك لګولو ته پام لرنه وكړي  او د هغوي راخوشي كولو لپاره كار وكړي

 

 

 

 

 

 

مزید خبریں