خواندګي يواځې د لوستلو او ليكلو نوم نه دے، بلوچستان كښې 38 سوه بند سکولونه فعاله او 7 لکهه ماشومان بيرته سكولونو كښې داخل كړې شوي۔وزيراعلیٰ

کوئټه 08 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي د خواندګۍ نړيوالي ورځ په موقع د سماجي رابطې په ويب سائټ په خپل پيغام كښې ووئيل خواندګي يواځې د لوستلو او ليكلو نوم نه دے،دا د روښانه سباؤن او قوي ټولني بنياد دے ٬ بلوچستان كښې 38 سوه بند سکولونه فعاله او 7 لکهه ماشومان بيرته سكولونو كښې داخل كړې شوي، دغسې 2,000 څخه زيات سكولونه جوړ …

کوئټه 08 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي د خواندګۍ نړيوالي ورځ په موقع د سماجي رابطې په ويب سائټ په خپل پيغام كښې ووئيل خواندګي يواځې د لوستلو او ليكلو نوم نه دے،دا د روښانه سباؤن او قوي ټولني بنياد دے ٬ بلوچستان كښې 38 سوه بند سکولونه فعاله او 7 لکهه ماشومان بيرته سكولونو كښې داخل كړې شوي، دغسې 2,000 څخه زيات سكولونه جوړ شوي دي او 15 زره څخه زيات استاذان په ميرټ بهرتي كړے شوي دې. ده ووئېل دې نه ځانله د بلوچستان ايجوکيشن انډومنټ فنډ ترمخه 23,520 وظيفې وركړې شوي ٬  ده ووئېل زمونږ منزل واضحه دے چې د بلوچستان کوم هم زوي به د تعليم څخه محروم نه پاتي كيږي،يو تعليم يافته، خپلواكه او سوكاله بلوچستان لپاره به زمونږ هلي ځلي رواني وي

مزید خبریں