مينز جونيئر ايشيا کپ 2026 كښې د پاکستان د هاکۍ ډله سيمي فائنل ته ورسېده

لاهور 08 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان د هاکۍ ډله د مينز جونيئر ايشيا کپ 2026 د پول بي په مهم مېچ كښې د ښې کارکردګۍ په ښودلولو ماليزيا ته د دوو په مقابل كښې په پنځو ګولونو ماتې وركولو سره سيمي فائنل ته ورسېده۔ تفصيلات له مخې د پاکستان لوبډله  په ايونټ كښې ماتې سره مخ نه شوه  او درېمه بريا يې ترلاسه كړه ۔ په مېچ كښې …

لاهور 08 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان د هاکۍ ډله د مينز جونيئر ايشيا کپ 2026 د پول بي په مهم مېچ كښې د ښې کارکردګۍ په ښودلولو ماليزيا ته د دوو په مقابل كښې په پنځو ګولونو ماتې وركولو سره سيمي فائنل ته ورسېده۔ تفصيلات له مخې د پاکستان لوبډله  په ايونټ كښې ماتې سره مخ نه شوه  او درېمه بريا يې ترلاسه كړه ۔ په مېچ كښې د ماليزيا محمد صالحي او ګناسيلن دھيرش ګول وكړل او د پاكستان لخوا نديم خان٬ عبدالله سميع رانا او علي حمزه يو يو او وليد رانا دوه ګولونه وكړل دغسې پاكستان د دوو په مقابله كښې په پنځو ګولونو ماليزيا ته ماتې وركولو سره سيمي فائنل لپاره كواليفائي وكړه۔ د پي اېچ اېف صدر په زړه پورې بريا  د جونيئر دلې او مينجمنټ ته مباركي وركولو سره دا هيله څرګنده كړه چې قامي جونيئر لوبډله به په راتلونكو مېچونو كښې د خپلې كاميابۍ لړۍ روانه ساتلو سره په دې جذبه د ښې كاركردګۍ څرګندونه وكړي۔

مزید خبریں