د سپېن ٬ امريكې او بېلجيم ډلې د فيبا ويمنز  باسكټ  بال ورلډ كپ كوارټر فائنل ته ورسېدلې

برلن۔ 8 ستمبر (اے پي پي) د سپېن٬ امرېكې او  بېلجيم د مېرمنو ډلې د فيبا باسكټ بال  ورلډ كپ كوارټر فائنل ته ورسېدې ٬ د ميګا  ايونټ د ګروپ مرحلې په تر سره كېدو  المان او چين پخپل خپل ګروپ كښې د دويم پوزيشن په تر لاسه كولو كوارټر فائنل كښې ځان له ځائے جوړ كړو۔د بي بي سي تر مخه د انټر نېشنل باسكټ بال فېډرېشن تر سېوري …

برلن۔ 8 ستمبر (اے پي پي) د سپېن٬ امرېكې او  بېلجيم د مېرمنو ډلې د فيبا باسكټ بال  ورلډ كپ كوارټر فائنل ته ورسېدې ٬ د ميګا  ايونټ د ګروپ مرحلې په تر سره كېدو  المان او چين پخپل خپل ګروپ كښې د دويم پوزيشن په تر لاسه كولو كوارټر فائنل كښې ځان له ځائے جوړ كړو۔د بي بي سي تر مخه د انټر نېشنل باسكټ بال فېډرېشن تر سېوري لاندې  د فيبا ويمنز باسكټ بال ورلډ كپ  20 اېډېشن په  المان كښې روان دے۔  المان د ګروپ اے په مېچ كښې مالي ته  د 58 په مقابل كښې په 83 باسكټ پوائنټس  ماتې وركړه ۔  فريډا بونر 21 پوائنټس جوړ كړل چې پكښې  د 3 پوائنټس كامياب 4  شاټس شامل وو۔ په ګروپ اے كښې سپېن  د جاپان ډلې ته د 59 په مقابل كښې په  79 باسكټ  پوائنټس  ماتې وركولو سره  وړورمبے پوزيشن تر لاسه كړو او نيغ په نيغه كوارټر فائنل ته ورسېده۔ ايانا مارټن 20  ٬ آوافام 16 او پوائنټس جوړ كړل ۔دغسې په ګروپ ډي كښې  چين د اټلي ډلې ته د 51 په مقابل كښې په 71 باسكټ پوائڼس ماتې وركولو سره  دوېم پوزيشن تر لاسه كړو۔  د چين ډله به سبا د شورو په ورځ  كوارټر فائنل كښې د ځائے جوړولو لپاره د پورټوريكو خلاف  مېدان ته كوزېږي  ٬ دغسې د اټلي مقابله به د آسټرېليا سره وي  او فاتح ډله به د سپېن خلاف كواټر فائنل كښې برخه اخلي۔

مزید خبریں