عدالتونه هم د دې غريبانانو په ټېكس چلېږي٬ غريب اولس ته د انصاف وركړه د عدالتونو ذمه واري ده ٬ د پیښور هائي كورټ چيف جسټس

  پیښور 07 ستمبر (اے پي پي)  د پیښور هائي كورټ چيف جسټس جسټس ايس ايم عتيق شاه  وئېلي دي  د كومو خلقو سره چې د داروګنو پیسې نشته  ٬ عدالتونه هم د دې غريبانانو په ټيكس چلېږي ٬  ځكه غريب اولس ته د انصاف وركړه  د عدليه ذمه واري ده  ۔ د پیښور هائي كورټ د كال 2026۔27  د پرانستې  دستوره په كورټ لمبر 1 كښې وشوه  ٬ چې …

 

پیښور 07 ستمبر (اے پي پي)  د پیښور هائي كورټ چيف جسټس جسټس ايس ايم عتيق شاه  وئېلي دي  د كومو خلقو سره چې د داروګنو پیسې نشته  ٬ عدالتونه هم د دې غريبانانو په ټيكس چلېږي ٬  ځكه غريب اولس ته د انصاف وركړه  د عدليه ذمه واري ده  ۔ د پیښور هائي كورټ د كال 2026۔27  د پرانستې  دستوره په كورټ لمبر 1 كښې وشوه  ٬ چې پكښې  د پیښور هائي كورټ چيف جسټس جسټس  ايس ايم عتيق ساه پشمول د كورټ نورو ججانانو ٬ ايډوكېټ جنرل  او د خېبر پښتونخوا  د بار كونسل  عهدېدارو او نورو ګډون كولو ٬   دستورې ته خطاب كښې   ايډوكېټ جنرل ووئېل  د وكيلانو د كار پاركنګ مسئله به ډېره زر حل كړې شي او د لاﺀ يونيورسټي جوړولو لپاره هم هلې ځلې روانې دي ٬  هيله ده  چې سږ كال به  يونيورسټي جوړه كړې شي٬    د هغه تر مخه  د 7م اين ايف سي ايوارډ  نه پس   نوے اين ايف سي ايوارډ نه دې راغلے ٬ كه صوبو ته په اين ايف سي ايوارډ  كښې برخه وركړې شي  نو ګڼ مسائل حل كېدې شي ۔ چيف جسټس جسټس ايم عتيق شاه   د عدالتي كاركردګۍ بيانولو كښې ووئېل  په مردان كښې د ګواهانو د وړاندې كېدو شرح 96 فيصد پاتي شوې  او د عدالتونو په ډېجېټل نظام بدلولو سره د ډېجېټل رېكارډ نظام معارفي كړے شوے ۔ ده ووئېل   د پیښور هائي كورټ هيومن رائټس  سېل ته  1 زر 79 درخواستونه تر لاسه شوي  ٬ دغسې پیښور ٬ اېبټ آباد ٬ بنو  او  سوات  كښې  7 ډبل ډوېژن  عدالتونه جوړ كړے شوي دي  ٬ د چيف جسټس تر مخه   د عدالتونو لپاره   اے ډي پي كښې  د بجټ مختص كولو   روپۍ د 2 اربو نه  6 اربه كړې شوي۔ ده ووئېل خېبر پښتونخوا كښې د عدالتونو د ورځې مصرف 12 كروړه روپۍ دے٬ خلق د داروګانو پیسې نه لرې ٬ عدالتونه هم د غريبانانو په ټيكس چلېږي٬غريبانانو ته د انصاف وركړه د عدلاتونو ذمه واري ده۔

 

 

 

مزید خبریں