د ورلډ بلائنډ كركټ كونسل كلنه غونډه به په 21 نومبر ډهاكه كښې كېږي٬ سيد سلطان شاه

  اسلام آباد۔ 7 ستمبر (اے پي پي) د ورلډ بلائنډ كركټ كونسل كلنه غونډه به په 21 نومبر د بنګله دېش پلازمينه ډهاكه كښې كېږي چې پكښې به  د راروانو دوو كالو لپاره انتخابات كېږي ٬ غونډه كښې به د ګردې نړۍ نه د بلائنډ كركت ودې ٬ انتظامي چارو  او د سباون  نړيوالو سيالو په اړه په مهمو چارو غور لپاره استازي ګدون كوي۔  د پكستان بلائنډ كركټ …

 

اسلام آباد۔ 7 ستمبر (اے پي پي) د ورلډ بلائنډ كركټ كونسل كلنه غونډه به په 21 نومبر د بنګله دېش پلازمينه ډهاكه كښې كېږي چې پكښې به  د راروانو دوو كالو لپاره انتخابات كېږي ٬ غونډه كښې به د ګردې نړۍ نه د بلائنډ كركت ودې ٬ انتظامي چارو  او د سباون  نړيوالو سيالو په اړه په مهمو چارو غور لپاره استازي ګدون كوي۔  د پكستان بلائنډ كركټ كونسل چيئرمېن سيد سلطان شاه اے پي پي ته ووئېل  د ورلډ بلائنډ كركټ كونسل كلنه غونډه به په 21 نومېر ډهاكه كېښې كېږي  چې پكښې به   نزدې د 11 هېوادونو استازي ګدون كوي۔  ده ووئېل  د غونډې په ايجنډا د نورو انتظامي چارو سره په ګرده نړۍ كښې  د بلائنډ كركټ ودې ٬ انتظامي چارو او د سباون  د ڼړيوالو سيالو په اړه  مهم معملات باندې به غور كولې شي۔  د ټاكنو د لارې د مختلف عهدو لپاره  د نوي قيادت ټاكنه به كولې شي  كوم به چې راروانې مودې لپاره  په نړيواله كچه   د بلائنډ كركټ  د چارو نګراني كوي۔

مزید خبریں