تهران ۔ 7 ستمبر (اے پي پي) د نړۍ د 9 نه زياتو هېوادونو څخه تعلق لرونكو د 30 نه زياتو خبريالانو د ايران كوهستك سيمه كښې د هغه كور دوره وكړه چرته چې د واده په دستوره د امرېكې بريد كښې د يو ماشوم پشمول 5 كسان په حق رسېدلي او د ماشومانو او مېرمنو پشمول د 60 نه زيات ژوبل شوي وو۔ د بي بي سي تر …
د 30 غېر ملكي خبريالانو ايران كښې د امريكائي بريد ښكار شوي د واده كور دوره وكړه

مزید خبریں
تهران ۔ 7 ستمبر (اے پي پي) د نړۍ د 9 نه زياتو هېوادونو څخه تعلق لرونكو د 30 نه زياتو خبريالانو د ايران كوهستك سيمه كښې د هغه كور دوره وكړه چرته چې د واده په دستوره د امرېكې بريد كښې د يو ماشوم پشمول 5 كسان په حق رسېدلي او د ماشومانو او مېرمنو پشمول د 60 نه زيات ژوبل شوي وو۔ د بي بي سي تر مخه د ايران چارواكو د غېر ملكي خبريالانو يوې ډلې ته سريك ته د تللو او په كوهستك كښې هغه كور ته د تللو اجازه وركړه چرته چې د واده په دستوره امريكې فضائي بريد كړے ؤ۔ غېر ملكي خبريالانو كوهستك كښې د هغه واده كور دوره وكړه او هلته د رپورټڼګ كولو سره يې په ساحل د لګېدلي مواصلاتي ټاور جاج واغست ۔ د برطانيې خبر رسنې ادارې رائټرز تر مخه د امرېكې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د دې خبرې تصديق وكړو جې په دې پیښه كښې د امرېكې جوړ ګوله بارود كارولې شوي۔ ايران دا بريد جنګي جرم ګرځولے دے خو د سېنټ وېنا ده چې د امرېكې پوځ د دې پلټنې كوي او په دې خبره يې زور راوړے دے چې د امرېكې پوځ كله په وګړو بريد نه كوي ۔ د ايران نيوز ايجنسۍ ايس اين اين تر مخه كوهستك كښې د امرېكې بريد ښكار شوي كور دوره كوونكو خبريالانو تعلق د فرانس ٬ امرېكې ٬ عراق ٬ چين ٬ لبنان ٬ روس او نورو هېبوادنو څخه دے ۔










