کوئټه 07 ستمبر (اے پی پی) د قانون، سېلګرۍ و كلتور پارلیماني سیکرټري نوابزاده میر محمد زرین خان مګسی وئيلي دي د اولس مسئلو حل لپاره حكومت هر ممكن اقدام كوي۔ده په خپل دفتر كښې د سيمې او صوبې نورو ضلعو بيلو پلاويو سره خبرو كښې ووئيل پرمختيائي كارونو كښې سپځلتيا او په وخت بشپړولو ته اړتيا ده او د اولس بنیادی مسئلې حل كولو ته پام لرنه كوو۔ده …
زمونږ د هېواد او قام روښانه سباؤن جدید تعلیمی نظام سره تړلے دے۔ نوابزاده میر محمد زرین خان مګسی

مزید خبریں
کوئټه 07 ستمبر (اے پی پی) د قانون، سېلګرۍ و كلتور پارلیماني سیکرټري نوابزاده میر محمد زرین خان مګسی وئيلي دي د اولس مسئلو حل لپاره حكومت هر ممكن اقدام كوي۔ده په خپل دفتر كښې د سيمې او صوبې نورو ضلعو بيلو پلاويو سره خبرو كښې ووئيل پرمختيائي كارونو كښې سپځلتيا او په وخت بشپړولو ته اړتيا ده او د اولس بنیادی مسئلې حل كولو ته پام لرنه كوو۔ده ووئيل زمونږ د هېواد او قام روښانه سباؤن جدید تعلیمی نظام سره تړلے دے۔د هېواد استحکام او سوكالۍ لپاره ضروري ده چې مونږ خپل نسل له جدید تعلیم ترلاسه كولو ته ترغیب وركړو دغسې چې هغوي په قامی او نړيواله كچه زمونږ ښه نمائندګي وكړي۔ نوابزاده میر زرین خان مګسی پلاوي له باور وركړو چې حکومت د اولسي ښېګړې منصوبې معیاري او په وخت بشپړولو له لوظي دے او په دې لړ كښې به د ټول اسټیك هولډرز سره مرسته كولې شي۔










