شمالي كوريا به په 8 مياشتو كښې  په بحري طاقت كښې يوه بله مهمه كاميابي ترلاسه كړي ٬ كم جونګ آن

  سيئول ۔ 7 ستمبر (اے پي پي) د شمالي كوريا لارښود كم جونګ ان وئېلي دي د هېواد بحري ځواك مضبوطولو  لپاره د منصوبو تر مخه  په راروانو 8 مياشتو كښې به   يوه بله مهمه كاميابي نړۍ ته وړاندې  كولې شي۔  د كورين سينټرل نيوز ايجنسۍ  تر مخه كم جونګ ان ووئېل  شمالي كوريا دا وخت   د بحري ځواك ممضبوطولو لپاره  په مهمو منصوبو عمل درآمد كوي  او 8 …

 

سيئول ۔ 7 ستمبر (اے پي پي) د شمالي كوريا لارښود كم جونګ ان وئېلي دي د هېواد بحري ځواك مضبوطولو  لپاره د منصوبو تر مخه  په راروانو 8 مياشتو كښې به   يوه بله مهمه كاميابي نړۍ ته وړاندې  كولې شي۔  د كورين سينټرل نيوز ايجنسۍ  تر مخه كم جونګ ان ووئېل  شمالي كوريا دا وخت   د بحري ځواك ممضبوطولو لپاره  په مهمو منصوبو عمل درآمد كوي  او 8 مياشتې پس به   يو ځل بيا د نړۍ په وړاندې  په دې لړ كښې پرمختګ ثابت كړو۔  هغه ووئېل   په يويشتمه پیړۍ كښې  د نړيوال طاقت مقام  په پرله پسې هڅو ٬ جدت او د پرمختګ د لارې  تر لاسه كېدے شي۔  هغه د داسې  مختلف  بحري جهازونه  جوړول   او سروس كښې ګدون ٬ كوم چې دفاع صلاحيت او جنګي تقاضو سره سم وي  ٬ د شپ يارډ  جديد جوړول ٬ د نوو نتصيباتو جوړول  ٬ د بحريه تنظيم نو  او د نوي يونټس جوړول د اوسني دور مهمې منصوبې  وګرځولې ۔ كم جونګ ان ووئېل  مضبوطه بحريه د هېواد  د خود انصارۍ او  د سمندري خود مختارۍ د تحفظ باوري كولو  صلاجحيت لري ۔ هغه ووئېل   شمالي كوريا  ته لا پرېكنده  ګامونه او موثر نتيجې نړۍ  ته ښودل غواړي  چې هغه د خپل مفادات تحفظ لپاره  څنګه چمتوالے نيسي۔   او كوم اقدامات كوي۔  واضحه دې وي  په جنورۍ 2021 كښې  د شمالي كوريا   مشرتابه په جوهري توان  د چلېدونكې آبدوز ډيزائن او جوړولو هدف مقرر ټاكلے ؤ۔

مزید خبریں