لاهور 07 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان د مېرمنو جونيئر هاکي ډلې د جونيئر ايشيا کپ 2026 په چيلنجر پول ميچ كښې د ښې کارکردګۍ په څرګندونه چائنيز تائپے له د يو په مقابل كښې په دوو ګولونو ماتې وركړه ٬ د ميچ په مهال په 30 دقيقو كښې لاريب عابد ګول وكړو او د دغې په مقابل كښې د چائنيز تائپے چن شيا چنګ په 34مه دقيقه …
د پاكستان د هاكۍ مېرمنو ډلې چائنيز تائپے له ماتې وركړه

مزید خبریں
لاهور 07 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان د مېرمنو جونيئر هاکي ډلې د جونيئر ايشيا کپ 2026 په چيلنجر پول ميچ كښې د ښې کارکردګۍ په څرګندونه چائنيز تائپے له د يو په مقابل كښې په دوو ګولونو ماتې وركړه ٬ د ميچ په مهال په 30 دقيقو كښې لاريب عابد ګول وكړو او د دغې په مقابل كښې د چائنيز تائپے چن شيا چنګ په 34مه دقيقه كښې په ګول كولو مېچ برابر كړو٬ په دوېم هاف كښې پاکستان د زړه پورې كاركردګۍ په څرګندونه په 50م منټ كښې شارقه سرور يو ګول وكړو او پاكستان له يې بريا ترلاسه كړه كومه چې د مېچ تر پائې برقرار وه۔ د پاکستان هاکي فيډريشن صدر محي الدين احمد واني ډلې له په مهمه كاميابۍ مباركي وركولو سره دا هيله څرګنده كړه چې ډله به په راتلونكو مېچونو كښې هم د دې جذبې څرګندونه روانه ساتلو سره د خپلو كاميابو سفر دوام دار ساتي۔










