د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال نوو صوبو سره د اړوند بيان سپيناوې

اسلام آباد۔5ستمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د قومي پرمختګ عمل ګړندي كولو له به مونږ له بشري وسائلو او سماجي څانګو كښې زيات سرعت سره په خپلو كمزورو قابو موندل وي۔ په دې څانګو كښې له بهترۍ پرته زمونږ د پرمختګ هدفونه ترلاسه كېدې نه شي۔ د منصوبه بندۍ وزارت لخوا جاري شوي وضاحتي بيان كښې وفاقي وزير ووئيل د تېرو 15 …

اسلام آباد۔5ستمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د قومي پرمختګ عمل ګړندي كولو له به مونږ له بشري وسائلو او سماجي څانګو كښې زيات سرعت سره په خپلو كمزورو قابو موندل وي۔ په دې څانګو كښې له بهترۍ پرته زمونږ د پرمختګ هدفونه ترلاسه كېدې نه شي۔ د منصوبه بندۍ وزارت لخوا جاري شوي وضاحتي بيان كښې وفاقي وزير ووئيل د تېرو 15 كلونو په مهال د پاكستان زياتره سماجي او د بشري وسائلو اشاريې پرله پسې تنزل سره مخ دي په  كومو كښې له بهترۍ  پرته چې د پرمختګ هدفونه ترلاسه كېدې نه شي۔ ده ووئيل په سماجي څانګه كښې زمونږ د ناقصې كاركردګۍ لوې سبب له 18 م بدلون څخه وروستو ښكته كچې ته د اختيار او وسائل نه منتقل كېدل او په صوبائي كچه د اختياراتو مركزيت دے۔ ده ووئيل هېواد دوه آپشنز لري۔ اولنې په 160 ضلعو كښې اختيار لرونكي ځايي حكومتونه جوړول او يا اتفاق رايې سره 12 یا 15 نوې صوبې جوړول دي۔

مزید خبریں