هندي حكومت سهارنپور كښې د كلكټرېټ كمپلېكس دننه جومات ړنګ كړو٬ د اسد الدين اوېسي په شمول د بېلو سياسي لارښودو سخته غندنه

سهارنپور۔5ستمبر(اے پی پی) په هندي رياست اترپردېش سهارنپور ضلع كښې د کلکټرېټ کمپلېکس دننه جومات د خالي په ورځ سهار 5 بجې ړنګ كړے شو۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د هندي پارليماني غړي او د مجلس اتحاد المسلمين صدر اسد الدين اوېسي په اېكس يو پوسټ كښې پوښتنه وكړه چې آيا مسلمانانو لپاره د مذهبي آزادۍ آئيني حق ختم شوے دے؟ اسد الدین اوېسی د مسجد كمېټۍ د …

سهارنپور۔5ستمبر(اے پی پی) په هندي رياست اترپردېش سهارنپور ضلع كښې د کلکټرېټ کمپلېکس دننه جومات د خالي په ورځ سهار 5 بجې ړنګ كړے شو۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د هندي پارليماني غړي او د مجلس اتحاد المسلمين صدر اسد الدين اوېسي په اېكس يو پوسټ كښې پوښتنه وكړه چې آيا مسلمانانو لپاره د مذهبي آزادۍ آئيني حق ختم شوے دے؟ اسد الدین اوېسی د مسجد كمېټۍ د دلائلو ملاتړ كولو سره ووئيل د مسجد كمېټۍ عدالت كښې د كال 1911 دستاوېزات وړاندې كولو سره ددې خبرې ثابتولو هڅه وكړه چې دا جومات د كلټرېټ جوړېدو څخه وړاندې موجود و۔ دغلته يوې پېړۍ څخه مسلمانانو لمونځونه كول۔ كلكټرېټ وروستو جوړ شوے دے۔ د كانګرېس غړي عمران مسعودي د جومات ړنګ كولو سخته غندنه كولو سره ووئيل دا جومات كال 1911 څخه وړاندې هم موجود و۔ ده ووئيل د جائیداد حق اوس هم د واحد خان او يعقوب خان په نامه رجسټرډ دي۔ ده ووئيل زمونږ كسان ټوله شپه وېښ وو ٬ مونږ چارواكو سره د رابطې كولې هڅې وكړې ٬ د ټولو معلوماتو وړاندې كولو باوجود جومات شهيد كړے شو او د آئين ښكاره خلاف ورزي وكړې شوه۔ دا د آئيني او سيكولر حكومت ذمه واري ده چې هغه د ټولو مذهبونو خلكو احترام وكړي او د هغوي د مذهبي ځايونو حفاظت وكړي۔

مزید خبریں