اسلام آباد۔5ستمبر(اے پی پی) د نائب وزيراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې سېف ګېمز له چمتووالي سره د اړوندې سټېئرنګ كمېټۍ غونډه وشوه۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر له مخې د سوئیلي آسيائي اولمپېک کمېټې مشاورت سره د سېف ګېمز كولو نېټې 4 څخه 11 اپرېل 2027 غوره كړې شوې۔ په غونډه كښې د نېنشل كوآرډينېټر د تقررۍ او د اسټېئرنګ ٬ آرګنائزنګ او …
د نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې سېف ګېمز سره د اړوندې سټېئرنګ كمېټۍ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد۔5ستمبر(اے پی پی) د نائب وزيراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې سېف ګېمز له چمتووالي سره د اړوندې سټېئرنګ كمېټۍ غونډه وشوه۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر له مخې د سوئیلي آسيائي اولمپېک کمېټې مشاورت سره د سېف ګېمز كولو نېټې 4 څخه 11 اپرېل 2027 غوره كړې شوې۔ په غونډه كښې د نېنشل كوآرډينېټر د تقررۍ او د اسټېئرنګ ٬ آرګنائزنګ او صوبائي كمېټيو تشكيل كولو منظوري هم وركړې شوه۔ په مجموعي توګه د 28 لوبو مقابلې به كيږي په كومو كښې به چې 6 زره څخه زيات لوبغاړي او آفيشلز ګډون كوي۔ د لوبو مقابلې به اسلام آباد ٬ پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې كيږي۔ نائب وزيراعظم اړوندو چارواكو ته د خپل منځه رابطې مؤثر كولو هدايت وكړو۔ ده اسټېئرنګ كمېټۍ ته د پېشرفت جاج اغستلو له هره مياشت د غونډې كولو هدايت وكړو۔ په غونډه كښې د وزيراعظم د بېن الصوبایي همغږۍ سلاكار ٬ د وزيراعظم ځانګړي مرستیال طارق باجوه، د آی پي سي سکرتر، د صوبائي حکومتونو استازو او د وفاقي او صوبائي حکومتونو لوړ پوړو چارواکو ګډوني كولو۔










