د بلوچستان ډوېلپمنټ  پروګرام لاندې ژوب او لورالائي كښې ځوانانو ته پېشه وره تربي لپاره پروګرام

  كوئټه۔ 4 ستمبر (اے پي پي)  د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي  او د هغه د ځوانانو چارو  صلاحكار مينا مجيد بلوچ  په مشرتابه  او لارښونه كښې حكومت د بلوچستان ځوانانو  ته جديد هنر ٬ پېشه وره تربيه  او د روزګار ښې موقعې وركولو لپاره  د بلوجستان يوته ډوېلپمنټ پروګرام باندې موثر عمل درآمد كېږي۔ د ځوانانو چارو د بلوچستان حكومت محكمې وياند تر مخه ګورمنټ ډګري كالج ژوب …

 

كوئټه۔ 4 ستمبر (اے پي پي)  د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي  او د هغه د ځوانانو چارو  صلاحكار مينا مجيد بلوچ  په مشرتابه  او لارښونه كښې حكومت د بلوچستان ځوانانو  ته جديد هنر ٬ پېشه وره تربيه  او د روزګار ښې موقعې وركولو لپاره  د بلوجستان يوته ډوېلپمنټ پروګرام باندې موثر عمل درآمد كېږي۔ د ځوانانو چارو د بلوچستان حكومت محكمې وياند تر مخه ګورمنټ ډګري كالج ژوب او يونيورسټي آف لورالائي كښې څلور ورځنے تربيتي سېشن وكړے شو چې پكښې په مجموعي توګه 116 ځوانانو ګدون وكړو۔  د ژوب څخه 53  نه زياتو او د لورالائي نه د 63 نه زياتو ځوانانو په پروګرام كښې ګډون وكړو۔  تربيتي ناستو كښې كميونېكشن ٬ انټرپرسنل و ليډرشپ اسكلز ٬ منيجمنټ ٬ انټر پرېنيورشپ ٬ كيريئر  كاونسلنګ ٬ سي وي رامائنګ او د موك انټرويو بشمول مختلف عملي هڅې وكړې شوې ۔

مزید خبریں