بلوچستان كښې د قانون نافذ كوونكو ادارو  په دوو كالو كښې د 133 اربه روپو نشائي توكې ضبط كړل٬ د بلوچستان وزيراعلې

  كوئټه ۔ 4 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې  مير سرفارز بګټي وئېلي دي  صوبائي حكومت د نشائي توكو خلاف  جنګ كښې د زيرو ټالرنس پالسي باندې عمل كوي٬  ځوان نسل د نشائي توكو د ناسور نه ساتلو ته حكومت پام لرنه كوي  او دې مقصد لپاره ټول شته وسائل كارولې شي۔ د سماجي رابطې په وېب پاڼه  ايكس خپل بيان كښې وزيراعلې ووئېل   د تېرو دوو كالو …

 

كوئټه ۔ 4 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې  مير سرفارز بګټي وئېلي دي  صوبائي حكومت د نشائي توكو خلاف  جنګ كښې د زيرو ټالرنس پالسي باندې عمل كوي٬  ځوان نسل د نشائي توكو د ناسور نه ساتلو ته حكومت پام لرنه كوي  او دې مقصد لپاره ټول شته وسائل كارولې شي۔ د سماجي رابطې په وېب پاڼه  ايكس خپل بيان كښې وزيراعلې ووئېل   د تېرو دوو كالو په مهال بلوچستان كښې د قانون نافذذ كوونكو ادارو په موثره كاروائيو كولو  كښې د 133 اربه روپو نشائي توكي  ضبط  او تلف كړي دي۔٬ كومې چې د  نشه اي توكو خلاف د حكومت د كلك عزم او د قانون نافذ كوونكو ادارو د موثره كاروائۍ مظهر دي۔مير سرفراز بګتي ووئېل  د نشه اي توكو خلاف د كاروائيو په مهال 1638 كلو ګرام آئس (كرسټل) او 20 كلو ګرام چرس هم تلف كړے شوي ٬ دغسې بلوجستان كښې د تېرو دوو كالو په مهال د 27 زره نه زيات د شرابو  بيئر بوتلې  او كين هم ضبط او تلف كړے شول ۔  وزيراعلې ووئېل  د نشائي توكو خلاف روانې كاروائۍ د صوبې  د ځوان نسل او راتلونكو  نسلونو د سباون د تحفظ يو جامع كوشش دے۔

مزید خبریں