پېښور 04 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ د سرکاري محکمو د اړخه د څيزونو په اغستو د ودهولډنګ سیلز ټیکس کمي په اړه د اعلیٰ پائې غونډه وشوه۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې په غونډه كښې د خزاني صلاحكار مزمل اسلم، چیف سیکرټری شهاب علی شاہ، فنانس ډیپارټمنټ، کیپرا، پی اینډ ډی، لوکل ګورنمنټ، اېف …
د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي په مشرۍ كښې د څيزونو په اغستو ودهولډنګ سیلز ټیکس کمولو په اړه غونډه

مزید خبریں
پېښور 04 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ د سرکاري محکمو د اړخه د څيزونو په اغستو د ودهولډنګ سیلز ټیکس کمي په اړه د اعلیٰ پائې غونډه وشوه۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې په غونډه كښې د خزاني صلاحكار مزمل اسلم، چیف سیکرټری شهاب علی شاہ، فنانس ډیپارټمنټ، کیپرا، پی اینډ ډی، لوکل ګورنمنټ، اېف بی آر، اکاؤنټنټ جنرل خېبرپښتونخوا او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د سرکاري محکمو د اړخه د څيزونو په اغستو د وفاقي ودهولډنګ سیلز ټیکس د چارو جاج واخستلے شو،دغسې د ټیکس كمي په اړه په قانوني و مالیاتي چارو، موجودہ تګلاره او په پېښو مسئلو هم غور وشو۔ګورنر ووئيل بايد مونږ د ودهولډنګ ټیکس چارې د آئین و قانون له مخې ترسره كړو او د پاتي صوبو په تناظر كښې دا مسئله حل كړے شي۔ده په دې موقع د اېف بی آر او د خېبر پښتونخوا د خزاني محکمې په چارواكو د مشتملې کمېټی جوړولو او د ودهولډنګ سیلز ټیکس چارو د حل كولو سپارښتنه وكړه۔









