كهټمنډو۔ 4 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د كوچنيانو لپاره ادارې(يونيسف) وئېلي دي نېپال كښې په بهوټے كوشي۔ تريشولي دريائې بېسن كښې د ناڅاپي راغلي سېلاب د يوې اونې تېرېدو نه پس هم 22 زره كوچنيان د پاكو اوبو ٬ پاكوالي او د روغتيا خيال ساتلو له سدستي مرستې ته اړتيا لري۔ د امارت نيوز ايجنسۍ وام تر مخه نېپال كښې د يونيسف استازي ايلس اكونګا ووئېل …
نېپال كښې د سېلاب د لاسه 22 زره كوچنيان د پاكو اوبو نه محروم دي٬ يونيسف

مزید خبریں
كهټمنډو۔ 4 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د كوچنيانو لپاره ادارې(يونيسف) وئېلي دي نېپال كښې په بهوټے كوشي۔ تريشولي دريائې بېسن كښې د ناڅاپي راغلي سېلاب د يوې اونې تېرېدو نه پس هم 22 زره كوچنيان د پاكو اوبو ٬ پاكوالي او د روغتيا خيال ساتلو له سدستي مرستې ته اړتيا لري۔ د امارت نيوز ايجنسۍ وام تر مخه نېپال كښې د يونيسف استازي ايلس اكونګا ووئېل په ځپلو ضلعو كښې د اوبو نظام ته زيان رسېدلے دے ٬ دغسې د بېت الخلا او پاكوالي نورې آسانۍ هم خرابې يا ړنګې شوي دي٬ د كومو له امله چې د خپرېدونكو او مرګونو رنځونو خطر زيات شوے دے ۔ هغه ووئېل په دغې ضلعو كښې مور و پلار اوس په ورځ كښې څو وارې د دې پوښتنې ځواب لټوي چې مونږ ته به د كوم ځائے نه اوبه تر لاسه كېږي او آيا دغه زما كوچني ته د وركولو لپاره محفوظ دي ؟ دغسې يونېسف د سختو ځپلو ضلعو په رسووا او نوا كوټ سيمو كښې نزدې 19 زره كسانو لپاره اوبه ٬ د صفائي او د صحت سامان رسولے دے ۔ په دغې سامان كښې 3800 نه زيات د صحت كټس ٬ د 10 ليټره 3300 د اوبو بوشكې ٬ 3500 بالټي ٬ د يو ليټر 3500 مګ٬ د اوبو پاكولو محلول 4000 بوتلې او د 1000 نه زيات تر پالونه شامل دي۔د يونېسف استازې تر مخه د تباهۍ كونكې سېلاب څخه 19 سكولونو ته زيان رسېدلے چې پكښې 8 بشپر ړڼك شوي او 8 ته لږ زيان رسېدلے دے۔ دغسې سكول ته تلونكو د 10 زره نه زياتو كوچنيانو ته سمدستي د نفسياتي مرستې او د محفوظه تعليمي ځايونو ته د رسنې ضرورت دے۔










