د يوكرېن سره د امن لوظ نامې امكان موجود دے ٬ روس

  ماسكو۔ 4 ستمبر (اے پي پي) روس وئېلي دي  د يوكرېن شخړې  هواري لپاره اوس هم موقع موجود ده ٬ خو د جنګ د خاتمې په لاره كښې د دواړو ډلو ترمينځه اختلافات هغسې لوي خنډان دي۔ د العربيه  اردو تر مخه دا خبره د روس صدر ولاديمر پېوټن  د روس په مينځني ختيز كښې تابيا يو اقتصادي فورم ته خطاب كولو كښې وكړه۔  هغه په يو كرېن تور …

 

ماسكو۔ 4 ستمبر (اے پي پي) روس وئېلي دي  د يوكرېن شخړې  هواري لپاره اوس هم موقع موجود ده ٬ خو د جنګ د خاتمې په لاره كښې د دواړو ډلو ترمينځه اختلافات هغسې لوي خنډان دي۔ د العربيه  اردو تر مخه دا خبره د روس صدر ولاديمر پېوټن  د روس په مينځني ختيز كښې تابيا يو اقتصادي فورم ته خطاب كولو كښې وكړه۔  هغه په يو كرېن تور ولګولو  چې د روس په فضائي حدود كښې الوتكو ته د پیښو خطرو په اړه د هغوي وارننګز “رياستي ترهه ګري” ګرځېدې شي۔ د روس صدر ووئېل   د امرېكې او روس پشمول   ګن هېوادونه  هم د امن د لارې د شخړې هواري لپاره مرستې ته چمتو دي٬  خو آخر به په دې شخړه كښې  شاملو دواړو هېوادونو   روس او يوكرېن  بس دا مسله حل كول وي۔ هم دا سمه طريقه ده۔ هغه ووئېل  خو مونږ د هغه ټولو خلقو مننه كوو څوك چې د دې مسئلې حل كښې د خپل كردار تر سره كولو هڅې كوي۔ آيا كومه موقع موجود ده ؟  زما په خيال اؤ٬ موقع موجود ده ۔ د دې نه وړاندې د روس صدر ووئېل  د امرېكې او روس تر مينځه  رابطې روانې دي  ۔ هغه واضحه كړه  روس د داسې كوم هم فريق سره د خبرو اترو مخالفت  نه كوي كوم چې د يوكرېن په اړه  خبرو اترو كښې ګټور كردار  تر سره كولې شي۔ د روس صدر د امرېكې صدر استازي سټيووټكوف او جير ډكشنر سره د خبرو هر كلے وكړو  او ووئېل يې روس عمر له د امريكائي مېلمنو هر كلے كوي۔

مزید خبریں