بھاګ كښې د ترهګرو بريد شنډ كړے شو ٬ پوليس په مړانه مزاحمت كولو سره ترھګر وتنبول: د بلوچستان وزيراعلی سلاكار

  کوئټه۔ 04 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی د اطلاعات او سياسي چارو صلاحكار شاهد رند وئيلي دي بھاګ كښې د ترهګرو بريد شنډ كړے شو٬ پوليس په مړانه مزاحمت كولو سره ترھګر وتنبول۔د پوليس د مؤثرې ځوابي كارروايۍ په نتيجه كښې ترهګر په شاته كېدو مجبور شول۔ د وزیراعلیٰ هاؤس لخوا جاري شوي بيان كښې شاهد رند ووئيل نزدې 40 ترهګرو درنې وسلې ٬ راكټ لانچرز ٬ …

 

کوئټه۔ 04 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی د اطلاعات او سياسي چارو صلاحكار شاهد رند وئيلي دي بھاګ كښې د ترهګرو بريد شنډ كړے شو٬ پوليس په مړانه مزاحمت كولو سره ترھګر وتنبول۔د پوليس د مؤثرې ځوابي كارروايۍ په نتيجه كښې ترهګر په شاته كېدو مجبور شول۔ د وزیراعلیٰ هاؤس لخوا جاري شوي بيان كښې شاهد رند ووئيل نزدې 40 ترهګرو درنې وسلې ٬ راكټ لانچرز ٬ مشن ګنز ٬ اسنائپرز او لاسي بمونو سره په پوليس اسټېشن ٬ نېشنل بنك او اسسټنټ كمشنر آفس بريد وكړو۔ بھاګ پوليس نزدې تر دوو ساعتو د ترهګرو مقابله وكړه۔ د وزيراعلی صلاحكار له مخې د پوليس د ځوابي كارروايۍ له امله ترهګر زيات ځاني او مالي زيان سره مخ شول او هغوي په بېرته تېښته  مجبور كړے شول۔ د پولیس اسټېشن مضبوط حفاظتی دېوال هم دفاع كښې مهم كردار ترسره كړو۔ده ووئيل ترهګر د نېشنل بنك لوټ كولو كښې كامياب نه شول۔ د ترهګرو په ډزو دوه پوليس اهلكار معمولي ژوبل شول۔ شاهد رند ووئيل  بريد څخه وروستو د بھاګ اولس پوليس سره د بشپړه يووالي څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د بلوچستان اولس د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پوليس او امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔ ده ووئيل د بھاګ پوليس يو وارې بيا ثابت كړه چې ترهګرو ته د رياست عملدارۍ چېلنج كولو اجازه نشي وركړې كېدي۔ د وزيراعلی صلاحكار په قلات كښی د ترهګرو خلاف په كاميابه كارروايۍ امنيتي ځواكونو ته پیرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د ترهګرۍ خلاف د امنيتي ځواكونو پېشه ور صلاحيتونه او كاميابۍ د وياړ وړ دي۔ ده ووئيل د بلوچستا امن او استحكام لپاره  د امنيتي ځواكونو قربانۍ به كله هم هېرې نه كرې  شي او د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې ټول قام امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔ ده ووئيل د امنيتي ځواكونو كاميابې كارروايۍ  د ترهګرۍ خلاف د رياست د مضبوط عزم عكاسي كوي

مزید خبریں