کوئټه۔ 04 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی میر سرفراز بګټي په قلات كښې د امنيتي ځواكونو او په بھاګ كچي كښې د بلوچستان پوليس او اے ټي اېف كاميابې كارروايۍ ستائېلو سره وئيلي دي د امنيتي ځواكونو په وخت او مؤثره كارروايۍ د امن دښمنه عناصر خلاف د رياست د مضبوط عزم عكاسي كوي۔ وزیراعلیٰ هاؤس څخه خپل بيان كښې د بلوچستان وزيراعلی ووئيل د بلوچستان امن …
قلات او بھاګ كچھي كښې د امنيتي ځواكونو ٬ پوليس او اے ټي اېف كاميابې كارروايۍ د ستائنې وړ دي: د بلوچستان وزيراعلی

مزید خبریں
کوئټه۔ 04 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی میر سرفراز بګټي په قلات كښې د امنيتي ځواكونو او په بھاګ كچي كښې د بلوچستان پوليس او اے ټي اېف كاميابې كارروايۍ ستائېلو سره وئيلي دي د امنيتي ځواكونو په وخت او مؤثره كارروايۍ د امن دښمنه عناصر خلاف د رياست د مضبوط عزم عكاسي كوي۔ وزیراعلیٰ هاؤس څخه خپل بيان كښې د بلوچستان وزيراعلی ووئيل د بلوچستان امن لپاره د امنيتي ځواكونو ٬ پوليس او اے ټي اېف خذمات او قربانۍ د ستائنې وړ دي۔ بلوچستان پولیس او اے ټی اېف په بھاګ كچھي كښې يو وارې بيا د خپلو پېشه ورو صلاحيتونو څرګندونه كړې ده۔ میر سرفراز بګټي ووئيل ترهګر عناصر به د بلوچستان امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ ته زيان رسولو كښې كله هم كامياب نه شي۔ د ترهګرۍ په ضد جنګ د ټول قام شريك جنګ دے او په دې جنګ كښې اولس او رياستي ادارې يو موټے دي۔ ده ووئيل حكومت د امن دښمنه عناصر خلاف په زيرو ټالرنس پالېسۍ عمل كوي او د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به كارروايۍ روانې وي۔ ده ووئيل د رياست عملداري چېلنج كوونكو عناصر سره به هېڅ قسمه رعايت نه شي كولې۔ وزیر اعلی په قلات او بھاګ كچھي كښې كارروائيو كښې د برخې اغستونكو افسرانو او ځوانانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل قام د خپلو مېړنو امنيتي اهلكارو قربانيو او خذمات ته د قدر په سترګه ګوري










