واشنګټن۔04 ستمبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ اعلان كړے چې د امريكائي پوځ د سول وركس څانګې اوسنے اسسټنټ سېكرټري ايډم ټېل به د لنډ مهاله سېكرټري آف دي آرمي په حېث خدمات تر سره كوي۔ د شنهوا تر مخه د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ پخپل سوشل مېډيا پلېټ فارم ټروته سوشل يو پوسټ كښې ووئېل زه په دې اعلان كولو خوشحالېږم چې اوسنے اسسټنټ سېكرټري آف …
سي ډي اے اسلام آباد كښې د فائر سېفټي قانون په خلاف ورزۍ كولو سخته كارروائي ،د امرېكې صدر ايډم ټېل لنډ مهاله سېكرټري آف دي آرمي ونومولو

مزید خبریں
واشنګټن۔04 ستمبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ اعلان كړے چې د امريكائي پوځ د سول وركس څانګې اوسنے اسسټنټ سېكرټري ايډم ټېل به د لنډ مهاله سېكرټري آف دي آرمي په حېث خدمات تر سره كوي۔ د شنهوا تر مخه د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ پخپل سوشل مېډيا پلېټ فارم ټروته سوشل يو پوسټ كښې ووئېل زه په دې اعلان كولو خوشحالېږم چې اوسنے اسسټنټ سېكرټري آف دي آرمي فار سول وركس ايډم ټېل به سمدستي د لنډ مهاله سېكرټري آف دي آرمي ذمه وارۍ سنبهالوي ۔ د وال سټريټ جرنل او نورو امريكائي مېډيا ادارو د ګل په ورځ رپورټ كړې وه چې د امرېكې پوځ سېكرټري ډين ډر سكول صدر ټرمپ ته خپله استعفې وړاندې كړې ده ۔ دا پېشرفت د دفاع وزير هيګسيته سره د څو مياشتو نه د روان تاو تريخوالي نه پس رامخې ته شو۔ د مېډيا راپورټس تر مخه ډين ډر سكول او د دفاع وزير تر مينځه د پوځ سمت په اړه په خاص توګه د ګڼو اعلې افسرانو د عهدو نه په اخوا كولو اختلافات رامخې ته وو ۔هيله ده چې د ډرين ډر سكول به په راروانو ورځو كښې د پېنټاګون نه رخصت شي۔ د سېكرټري آف دي آرمي د عهدې لپاره د سېنېټ منظوري ضروري وي۔ خو لنډ مهاله سېكرټري د سېنېټ د منظورۍ نه غېر په عهده خدمات تر سره كولې شي۔










