نيپال، د سيلاب په مهال د هائيډرو پاور پراجيکټ دوه ملازمين لس ورځې پس د ملبې نه ژوندي راويستلے شول

  کھټمنډو 04 ستمبر (اے پي پي) نيپال كښې په 26 اګست د تباهۍ كونكې سېلاب كښې د هائيډرو پاور پراجيکټ دوه ملازمين لس ورځې پس د ملبې څخه ژوندي راويستلې شوي دي۔ د اے ايف پي له مخې د نيپال چارواكو ووئيل ژوندي راويستلې  شوي ملازمين د جمعې په ورځ په يو سرنګ كښې موندلې شوي چې پكښې 30 كلنه شنجے شاه او 45 كلنه مكېنيكل فورمين سپروائزر کبير …

 

کھټمنډو 04 ستمبر (اے پي پي) نيپال كښې په 26 اګست د تباهۍ كونكې سېلاب كښې د هائيډرو پاور پراجيکټ دوه ملازمين لس ورځې پس د ملبې څخه ژوندي راويستلې شوي دي۔ د اے ايف پي له مخې د نيپال چارواكو ووئيل ژوندي راويستلې  شوي ملازمين د جمعې په ورځ په يو سرنګ كښې موندلې شوي چې پكښې 30 كلنه شنجے شاه او 45 كلنه مكېنيكل فورمين سپروائزر کبير مهارجن شامل دي۔ د يادونې وړ ده  دا دواړه كسان د هائيډرو پاور كارمندانو په غه سلګونو ملازمينو كښې شامل وو كوم چې تر اوسه بې دركه دي۔ د نيپال چارواكو وئيلي دي  مونږ باور لرو چې په يو شمېر سرنګونو كښې د سلو نه زيات كاركنان به ژوندي وي د كومو لټون لپاره چې په ترشولي 3A او نورو ځايونو كښې د مرستې كارروائې رواني دي۔ د يادونې وړ ده  سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستندويه كاركنانو تر اوسه 1250 نه زيات مړي راويستلي  دي او د 5 زره نه زيات كسان بې دركه دي

مزید خبریں