نيويارك ۔ 3 ستمبر (اے پي پي) د امرېكې په منې سوټا ايالت كښې تر ټولو لوي ښار منيا پولس كښې د ډزو په پیښه كښې د يو مشتبه بريد كونكي سره د 3 پوليس اهلكار مړه او 6 ژوبل شول ۔ د شنهوا تر مخه مشتبه بريد كونكې ځان ووژلو او په ژوبل شوو كښې 3 كسه پوليس اهلكار هم شامل دي۔ د ښار انتظاميه په سوشل مېډيا پېلټ …
د امرېكې په منې سوټا ايالت كښې ډزې٬ 3 كسان مړه ٬ 6 ژوبل

مزید خبریں
نيويارك ۔ 3 ستمبر (اے پي پي) د امرېكې په منې سوټا ايالت كښې تر ټولو لوي ښار منيا پولس كښې د ډزو په پیښه كښې د يو مشتبه بريد كونكي سره د 3 پوليس اهلكار مړه او 6 ژوبل شول ۔ د شنهوا تر مخه مشتبه بريد كونكې ځان ووژلو او په ژوبل شوو كښې 3 كسه پوليس اهلكار هم شامل دي۔ د ښار انتظاميه په سوشل مېډيا پېلټ فارم ايكس جاري بيان كښې ووئېل د پولسي اهلكار مازيګر د مقامي وخت تر مخه نزدې په 4 بجې او 36 منټه د ډزو په اطلاع روان كړے شول۔ پوليس اهلكار يوې لوړې دنګې ودانۍ ته ننوتل چرته چې دوي ژوبل كسان وليدل او د نورو ډزو په غږونو پسې د ودانۍ بره منزل ته ورسېدل چرته چې د لړۍ يا لوګي له امله حد نګاه محدود وه ۔ بيان تر مخه د ډزو پیښه د بريد كونكې او ځپلو ترمينځه د كورنۍ شخړې نه رامخې ته شوه ۔ راپور تر مخه بريد كونكې په رسېدونكو پوليس ډزې وكرې او بيا په يو اپارټمنټ كښې پټ شو۔










