ليونل ميسي  ته پېرزوئنو وړاندې كولو  لپاره ارجنټائن كښې  د فټ بال ټول مېچونه په 10 م منټ د اودرولو اعلان

  بيونس آئرس۔ 3 ستمبر (اے پي پي)  د ارجنټائن فټ بال ايسوسي ايشن  (اے ايف اے)  د لوبې نه د رېټائرمنټ  اعلان كونكې د قامي لوبډلې ليجنډ لوبعاړي او كپتان ليونل ميسي ته په د زړه پورې  پېرزوئنو وړاندې كولو پرېكړې كړې ده۔ د اي ايس پي اين تر مخه  په دې لړ كښې  د روانې اونۍ په آخر  كښې به په ارجنټائن كښې كېدونكې ټول د نارينه ؤ …

 

بيونس آئرس۔ 3 ستمبر (اے پي پي)  د ارجنټائن فټ بال ايسوسي ايشن  (اے ايف اے)  د لوبې نه د رېټائرمنټ  اعلان كونكې د قامي لوبډلې ليجنډ لوبعاړي او كپتان ليونل ميسي ته په د زړه پورې  پېرزوئنو وړاندې كولو پرېكړې كړې ده۔ د اي ايس پي اين تر مخه  په دې لړ كښې  د روانې اونۍ په آخر  كښې به په ارجنټائن كښې كېدونكې ټول د نارينه ؤ او مېرمنو د فټ بال مېچونه په وړومبي هاف كښې په 10 م منټ  د يو منټ لپاره اودرولې شي  او د ليونل ميسې درناوي لپاره به د لاسونو چرچكې وهلې شي۔ د ارجنټائن فټ بال ايسوسي ايشن تر مخه  د وېډيو سكرين لرونكو په ټولو مېدانونو  كښې به د مېچ پېل كېدو نه وړاندې د ليونل ميسي په كيريئر اډانه د پېرزوئنو وړاندې كولو  وېډيو چلولې شي ۔ ليونل ميسي په 2005 كښې  د ارجنټائن د قامي  ډلې نه ډيبو كړې وه   او د قامي ډلې د اړخه د 125 ګولونو په كولو تر ټولو زيات سكور كونكے پاتي شو۔  هغه 6 نړيوالو جامونو كښې برخه اغستې  او په 2022 كښې د ارجنټائن په كپ ګټلو كښې ئې څرګند  كردار ادا كړے ۔  39 كلنه ليونل ميسې په نړيوالو جامونو كښې 34 مېچونو كښې برخه اغستې  او 23 وارې د بريا تر لاسه كولو رېكارډ لري۔  هغه په سوشل مېډيا  د خپل لاس ليكلې بيان كښې اعلان كړے چې د 2026 ورلډ كپ د سپېن خلاف فائنل مېچ زما د ارجنټائن لپاره  وروستے مېچ ؤ  او په 39 كاله عمر كښې  د ڼړيوال فټ بال نه رېټائرډ كېږم۔

مزید خبریں