اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پنك ربن پاكستان باني و چيف ايګزيكټو آفيسر عمر آفتاب په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې پاكستان په خاص توګه خېبرپښتونخوا كښې د ميرمنو بريسټ كينسر په اړه خبرتيا٬په وخت تشخيص٬احتياطي تدابير او د علاج آسانۍ وركولو په اړه تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د شورو په ورځ د ګورنر آفس لخوا …
د خېبرپښتونخوا ګورنر سره د پنګ ربن پاكستان باني او چيف ايګزيكټو آفيسر په مشرۍ كښې د پلاوي ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پنك ربن پاكستان باني و چيف ايګزيكټو آفيسر عمر آفتاب په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې پاكستان په خاص توګه خېبرپښتونخوا كښې د ميرمنو بريسټ كينسر په اړه خبرتيا٬په وخت تشخيص٬احتياطي تدابير او د علاج آسانۍ وركولو په اړه تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د شورو په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د بريسټ كينسر په ضد د پنك ربن پاكستان د ډېرې امودې څخه د روان خبرتيا كمپائن او د ميرمنو په وخت د تشخيص كولو اهميت له هڅې وستائېلې۔ده ووئيل د ميرمنو صحت او په خاص توګه بريسټ كيسنر په اړه خبرتيا د ټولنې تر هر طبقې رسول د وخت مهم ضرورت دے۔عمر آفتاب ګورنر فيصل كريم كنډي د پنك ربن پاكستان بيلو پروګرامونو او اقداماتو په اړه هم خبر كړو۔په ملاقات كښې د پېښور ګورنر هاؤس كښې پنك ربن لخوا د دستورې كولو او په دې كښې د وړومبۍ ميرمن آصفه بهټو زرداري خاص ګډون په اړه هم مشاورت وشو









