د آسټرېليا  د مسو تاريخي كان به په 2029 كښې بيا پېداوار پېل كړي

  كېنبرا۔ 2 ستمبر (اے پي پي)د آسټرېليا جزيره ايالت تسمانيه كښې  تاريخي د مسو كان به 15 كاله پس په 2029 كښې بيا پېداوار پېل كړي٬  دا په 2014 كښې د دوو جلا جلا پیښو  له امله چې پكښې 3 كاركنان مړه شوي وو بند كړے شوے ؤ ۔  شنهوا  د تسمانيه حكومت د شورو په ورځ جاري بيان تر مخه  ووئېل د سوئېلې افرېقې  مائننګ كمپني سبيانے سټل …

 

كېنبرا۔ 2 ستمبر (اے پي پي)د آسټرېليا جزيره ايالت تسمانيه كښې  تاريخي د مسو كان به 15 كاله پس په 2029 كښې بيا پېداوار پېل كړي٬  دا په 2014 كښې د دوو جلا جلا پیښو  له امله چې پكښې 3 كاركنان مړه شوي وو بند كړے شوے ؤ ۔  شنهوا  د تسمانيه حكومت د شورو په ورځ جاري بيان تر مخه  ووئېل د سوئېلې افرېقې  مائننګ كمپني سبيانے سټل واټر  د دې پرېكړې هر كلے وكړو  د كومې تر مخه به چې د ايالت مغربي ساحل كښې د ماونټ لائل د مسو د كان نه په 2029 كښې بيا پېداوار پېل كولې شي۔د تسمانيه د كاروبار  ٬ صنعت او  وسائل وزير فېلكس ايلس بيان كښې ووئېل  د كان بيا پېداوار پېل كېدو څخه به 300 ملازمتونه راپېدا شي ۔ هغه ووئېل  د كان د بيا پېدار پېل به منطقه كښې  د نوې سرمايه كارۍ ٬  د ښه اجرت لرونكو ملازمتونو  او  زيات معاشي باور رامخې ته كړي۔ په پروژه  عملي كار  د 2027 په وړومبو شپږو مياشتو كښې د پېل كېبدو هيله ده۔   دغسې دې لپاره نزدې د 490 مېلين آسټرېلوي ډالرو  سرمايه كاري  مختص كړې شوې ده۔ دا كان د 1890 په لسيزه كښې جوړ كړے شوے  خو په 2014 كښې د دوو بېلو پیښو له امله بند كړے شوے ؤ۔

 

 

 

 

 

مزید خبریں