مكه لوظ نامه به منطقه  او نړۍ كښې د امن او استحكام  لپاره مرستياله وګرځي ٬ ترك صدر

  بشكيك۔ 2 ستمېر (اے پي پي)  ترك صدر رجب طيب اردوان  د دې خبرې تصديق كړے دے  چې د تركيه ٬ سعودي عرب او پاكستان  تر مينځه  تر سره شوې  "مكه  مشتركه دفاعي معاهده" به منطقه او نړۍ كښې د امن او استحكام تر لاسه كولو كښې  مهم كردار تر سره كړي۔  د العربيه اردو تر مخه   هغه تېره ورځ  د كرغستان په پايه تخت  بشكيك كښې د شنګهائي …

 

بشكيك۔ 2 ستمېر (اے پي پي)  ترك صدر رجب طيب اردوان  د دې خبرې تصديق كړے دے  چې د تركيه ٬ سعودي عرب او پاكستان  تر مينځه  تر سره شوې  “مكه  مشتركه دفاعي معاهده” به منطقه او نړۍ كښې د امن او استحكام تر لاسه كولو كښې  مهم كردار تر سره كړي۔  د العربيه اردو تر مخه   هغه تېره ورځ  د كرغستان په پايه تخت  بشكيك كښې د شنګهائي مرستې تنظيم  د هېوادونو مشرانو  او حكومتونو  غونډې ته خطاب كولو ۔ هغه ووئېل   د سيمه ايز ملكيت او اجتماعي مزاحمت په بنياد  شوې مكه مشتركه دفاعي لوظ نامه به منطقه او نړۍ كښې امن  او استحام تر لاسه كولو كښې مهم كردار تر سره كړي۔  د مكه لوظ نامې د سياسي  او دفاعي سټرېټجك كمېټۍ د اړخه  د ګل په ورځ جاري يو  شريك بيان كښې د دې خبرې تصديق شوے ؤ  چې سعودي عرب ٬ پاكستان او تركيه د دفاعي صنعت په څانګو كښې  به د مضبوطې مرستې ٬  پېداوار او د مشتركه ټېكنالوجي د پرمختګ د لارې  شريكو هلو ځلو څخه به خپل دفاعي صلاحيتونه او د خپل پوځ  توازن مضبوطوي۔

مزید خبریں