بيونس آئرس۔ 01 ستمبر (اے پي پي) د فټبال د نړۍ عظيم لوبغاړي ليونل ميسي د ارجنټائن د قامي فټبال ډلې نه د رېټائرمنټ اعلان سره يو جذباتي پېغام جاري كړے دے د كوم نه چې ښكاري چې د قامي ډلې لپاره په سخت وخت كښې د شوي تنقيد درد نن هم د هغه په زړه كښې چرته موجود دے۔ د اي ايس پي اين تر مخه ليونل ميسي …
ليونل ميسي د ارجنټائن د فټ بال قامي ډلې نه د رېټائرمنټ اعلان وكړو٬ د ماضي په تنقيد يادولو يې په جذباتي ډول كيريئر ختم كړو

مزید خبریں
بيونس آئرس۔ 01 ستمبر (اے پي پي) د فټبال د نړۍ عظيم لوبغاړي ليونل ميسي د ارجنټائن د قامي فټبال ډلې نه د رېټائرمنټ اعلان سره يو جذباتي پېغام جاري كړے دے د كوم نه چې ښكاري چې د قامي ډلې لپاره په سخت وخت كښې د شوي تنقيد درد نن هم د هغه په زړه كښې چرته موجود دے۔ د اي ايس پي اين تر مخه ليونل ميسي پخپل الوداعي پېغام كښې ووئېل د قامي ډلې نه لرې كېدل داسې پرېكړه ده كومې چې زما روح ته سخت تكليف رسولے او كوم چې اوس هم شته۔ ميسي واضحه كړه ما يوازې د كاميابو په دور كښې نه بلكې په مشكل وخت كښې هم د ارجنټائن شرټ لپاره خپل بشپړ كوشش وكړو او عمر له مې هېواد ته د خوشحالۍ وركولو او كتوونكو ته د وياړ محسوسولو هڅه كړې ۔ ليونل ميسي د ارجنټائن لپاره 21 كلنه نړيوال كيرئير كښې په 207 مېچونو كښې 125 ګولونه كړي۔ هغه د ارجنټائن د اړخه تر ټولو زياتو ګولونو كونكے لوبغاړے دے او د قامي ډلې تر ټولو زيات ځل ورلډ كپ او كوپا امرېكا فانئل ته د رسولو درناوے هم لري٬ خو د كاميابو دې ځائے ته رسېدو نه وړاندې ليونل ميسي په اردنټائن كښې د سخت تنقيد سره مخ ؤ ۔ په كال 2016 كښې هغه په كوپا امريكا كښې د چلي د لاسه د ماتې خوړولو نه بس د رېټائرمنټ اعلان كړے ؤ ٬ په هغه وخت هغه پرله پسې په دريو فائنلز كښې د ماتې خوړولو په سبب د سختې مايوسۍ ښكار ؤ ۔ په ليونل ميسي به دا تور لګولے كېدو چې هغه د ارجنټائن په مقابل كښې بارسلونا ته زيات اهميت وركوي۔ د قامي ډلې لپاره په مكمل شدت نه لوبېږي او د ځان سره لوبغاړي هغسې متحرك نه ساتي لكه څنګه به چې د ارجنټائن عظيم لوبغاړي ډيا ګوميراډونا ساتل ۔










