واشنګټن 01 ستمبر (اے پی پی)د امريكې په ايريزونا رياست كښېد ګرينډ كينين په نېشنل پارك كښې د راغلې سېلاب نه پس د دوو كسانو مړي ترلاسه شوي دي او يو ګڼ كسان تراوسه بې دركه دي۔شنهوا له مخې د امريكې نېشنل پارك سروس وئېلي دي برائټ اينجل كينين او فينټم رينچ سيمه كښې د راغلې سېلاب نه پس د دوو كسانو مړي ترلاسه شوي۔د پارك چارواكو ووئيل 14 …
امريكا٬ګرينډ كينين كښې د سيلاب له امله دوه كسان مړه٬ګڼ شمېر بې دركه
واشنګټن 01 ستمبر (اے پی پی)د امريكې په ايريزونا رياست كښېد ګرينډ كينين په نېشنل پارك كښې د راغلې سېلاب نه پس د دوو كسانو مړي ترلاسه شوي دي او يو ګڼ كسان تراوسه بې دركه دي۔شنهوا له مخې د امريكې نېشنل پارك سروس وئېلي دي برائټ اينجل كينين او فينټم رينچ سيمه كښې د راغلې سېلاب نه پس د دوو كسانو مړي ترلاسه شوي۔د پارك چارواكو ووئيل 14 كسان تراوسه بې دركه دي يا د هغوي په اړه معلومات نشته ۔پارك چارواكو په فيس بك جاري بيان كښې وئېلي دي د ابتدائي جائزو له مخې د ټرانس كينين واټر لائن نزدې 40 فيصده برخه ځپلې يا تباه شوې ده ۔ د اوبو دا لائن ساؤتھ رم او دننه وادي كښې موجود سهوليات ته د څښكلو اوبه وركوي۔چارواكو ووئيل تر سرچ او ريكوري آپريشن سېلګرو ته ځپلو سيمو ته د نه تللو خواست كړے دے۔پارك چارواكو د اتوار په ورځ جاري يو بيان كښې وئېلي وو په مجموعي توګه 62 كسان د سيمې څخه په حفاظت سره راويستلې شوي دي










