ملګري ملتونه 01 ستمبر (اے پی پی)د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريش د امريكې او ايران ترمينځه پوځي كاروائيو كښې د زياتوالي نه پس د زيات نه زيات تحمل په څرګندونه زور راوړے دے ۔شنهوا له مخې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل وياند سټيفين دوجارك تېره ورځ بيان كښې وئېلي دي د امريكې او ايران ترمينځه د اونۍ په اختتام پوځي كاروائيو كښې زياتوالے تشويشناك دے۔ده ووئيل سېكرټري …
د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل د امريكې او ايران څخه د زيات تحمل غوښتنه وكړه
ملګري ملتونه 01 ستمبر (اے پی پی)د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريش د امريكې او ايران ترمينځه پوځي كاروائيو كښې د زياتوالي نه پس د زيات نه زيات تحمل په څرګندونه زور راوړے دے ۔شنهوا له مخې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل وياند سټيفين دوجارك تېره ورځ بيان كښې وئېلي دي د امريكې او ايران ترمينځه د اونۍ په اختتام پوځي كاروائيو كښې زياتوالے تشويشناك دے۔ده ووئيل سېكرټري جنرل يو ځل بيا په زيات تحمل څرګندولو زور راوړے دے ۔هغه د سفارتي هلو ځلو او د خبرو اترو بحالۍ ډاډګيرنه كوي دغسې چې يو داسې حل ولټولې شي كوم چې په منطقه كښې استحكام او باور بحالولو له مرستياله وګرځي










