ډيره غازي خان كښې د پوليس مقابله٬دوه شوكمار ووژل شول ٬يو ژوبل٬ د ايليټ فورس يو ځوان شهيد٬دوه ژوبل

  ډېره غازي خان 01 ستمبر (اے پی پی)ډيره غازي خان كښې د پوليس او شوكمارو ترمينځه مقابله كښې دوه شوكمار مړه او يو په ژوبل حالت كښې ونيولے شو ۔د ډزو د تبادلې په مهال  د ايليټ فورس يو ځوان  هم شهيد او دوه پوليس  ژوبل شول ۔د ډېره غازي خان پوليس وياند له مخې د مقابلې اطلاع ترلاسه كېدو سره د ډيره غازي خان ډي پي او صادق …

 

ډېره غازي خان 01 ستمبر (اے پی پی)ډيره غازي خان كښې د پوليس او شوكمارو ترمينځه مقابله كښې دوه شوكمار مړه او يو په ژوبل حالت كښې ونيولے شو ۔د ډزو د تبادلې په مهال  د ايليټ فورس يو ځوان  هم شهيد او دوه پوليس  ژوبل شول ۔د ډېره غازي خان پوليس وياند له مخې د مقابلې اطلاع ترلاسه كېدو سره د ډيره غازي خان ډي پي او صادق خان بلوچ په سمدستي توګه د پېښې ځائے ته ورسېدو او د  آپريشن كمانډ يې پخپله سنبهال كړو۔مقابله كښې د ايليټ فورس هيډ كانسټيبل عمران خان شهيد شو او ژوبل شوې دواړه پوليس اهلكار په سمدستي توګه روغتون ته منتقل كړے شول چرته چې د هغه درملنه روانه ده۔وياند ووئي ژوبل شوو اهلكارو ته په سمدستي توګه ښه طبي آسانۍ باوري كولو لپاره ايس پي انويسټي ګيشن عبدالرحيم هم روغتون كښې موجود دے او طبي عملې څخه د ژوبل شوو اهلكارو صحت په اړه يې بريفنګ اغستے ۔ده ووئيل  پوليس سيمه په ولقه كښې اغستود لټون آپرېشن  پېل كړے او د وژلې شوي او ژوبل شوي شوكمار پیژندګلو پشمول د پیښې ټولو اړخونو جاج اخلي۔دغسې د پیښې په اړه قانوني كاروائي او نور پلټنې هم روانې دي۔

مزید خبریں