ډاکټر غلام علي ملاح په كراچۍ كښې د آئي بي سي سي دفتر دورہ

کراچۍ 31 اګسټ (اے پي پي) د انټر بورډز کوآرډينيشن کميشن (آئي بي سي سي) ايګزيکټو ډائريکټر ډاکټر غلام علي ملاح د ګل په ورځ په كراچۍ كښې د آئي بي سي سي د ريجنل آفس دورہ وكړه ٬ په دې موقع د آئي بي سي سي ډائريکټر جنرل عثمان خان هم دوي سره ٶ٬ په دې مهال ډاکټر ملاح چارواكو او  د عملې سره وليدل او زده كوٶنكو او …

کراچۍ 31 اګسټ (اے پي پي) د انټر بورډز کوآرډينيشن کميشن (آئي بي سي سي) ايګزيکټو ډائريکټر ډاکټر غلام علي ملاح د ګل په ورځ په كراچۍ كښې د آئي بي سي سي د ريجنل آفس دورہ وكړه ٬ په دې موقع د آئي بي سي سي ډائريکټر جنرل عثمان خان هم دوي سره ٶ٬ په دې مهال ډاکټر ملاح چارواكو او  د عملې سره وليدل او زده كوٶنكو او عامو وګړو ته د بهتر سهولتونو په رسولو كښې يې د دوي د محنت، وظيفائي صلاحيت او عزم ستائنه وكړه۔ د دې نه وړاندې د كراچۍ ريجنل آفس ته په رارسېدو اعجاز احسن او د ھغه ډلې د ايګزيکټو ډائريکټر تود هركلے وكړو۔ په دې موقع د ريجنل آفس چارواكو او عملې ډاکټر غلام علي ملاح ته د پاكستان حکومت لخوا د تمغه امتياز وركولو په اعلان دوي له مباركي هم وركړه۔ ډاکټر ملاح د ډلې د مينې او نيكو هيلو مننې كولو سره ووئيل دا قامي اعزاز د يو كس كاميابي نه ده بلكې د آئي بي سي سي د ټولې ډلې د مشتركه هلو ځلو٬ محنت او د تعليم او تربيې وزارت د پرله پسې سرپرستۍ، لارښوونې او د باور نتيجه ده۔ ده ووئيل  د آئي بي سي سي اصل طاقت ډله او اولس ته مؤثره، سپېځلې او په وخت د خدماتو د رسولو عزم دے۔

مزید خبریں