کوئټه۔ 31 اګست (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي وئيلي دي صوبائي حكومت د اولسي مسئلو حل او تلپاتي پرمختګ لپاره عملي ګامونه اخلي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د روغتيا صوبائي وزير بخت محمد کاکړ ، د بلوچستان اسمبلۍ غړي انجینئر زمرک خان اچکزئي ، د میر چاکر خان رند پوهنتون سبي وائس چانسلر ډاکټر ممتاز علی بلوچ، علی جان بګټي، قبائلی لارښودو میر شفقت …
صوبائي حكومت د اولسي مسئلو حل او تلپاتي پرمختګ لپاره عملي ګامونه اخلي : د بلوچستان وزيراعلی

مزید خبریں
کوئټه۔ 31 اګست (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي وئيلي دي صوبائي حكومت د اولسي مسئلو حل او تلپاتي پرمختګ لپاره عملي ګامونه اخلي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د روغتيا صوبائي وزير بخت محمد کاکړ ، د بلوچستان اسمبلۍ غړي انجینئر زمرک خان اچکزئي ، د میر چاکر خان رند پوهنتون سبي وائس چانسلر ډاکټر ممتاز علی بلوچ، علی جان بګټي، قبائلی لارښودو میر شفقت مری، مقبول مري ، پخواني ډپټي كمشنر اظهر شهزاد، اېډووکېټ منېر کاکړ، نجیب کاکړ، او ملک غفار خان ناصر سره ملاقاتونو كښې وكړه۔ ملاقاتونو كښې د صوبې په مجموعي وضعه ٬ اولسي مسئلو ٬ پرمختيائي چارو ٬ انتظامي چارو ، لوړو زده كړو او د شريكې خوښې په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع وزيراعلی ووئيل د حكومت وړومبۍ ترجيح اولس ته بنيادي آسانۍ وركول ٬ د پرمختيائي منصوبو په وخت بشپړول او د ګورننس نظام لا مؤثر كول دي۔ ده ووئيل د اولسي استازو ٬ قبائلي مشرانو ٬ د زده كړې پوهان او د ټولنې د بېلو طبقو وړاندېزونو ته اهميت وركولې شي۔ ده ووئيل د بلوچستان پرمختګ او سوكالۍ له ټولو همكارانو سره په ګډه كار كوو او د اولسي مسئلو په حل كولو كښې به هېڅ ډول بې غوري ونه زغملې شي۔ ده ووئيل د مشاورت او همكارۍ د لارې بلوجستان د پرمختګ ٬ سوكالۍ او ثبات په لاره روانېدے شي










