د پاکستان کرکټ ډلې وړومبي کپتان میاں محمد سعید  په 116 مه  سالګرہ د پي سي بي د اړخه  د عقيدت پېرزوئنې

لاھور۔31اګست  (اے پي پي)د پاکستان کرکټ ډلې  وړومبي کپتان میاں محمد سعید  په 116مه  سالګرہ د  پي سي بي د اړخه هغه ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شوې ۔ میاں محمد سعید    د قیامِ پاکستان  نه پس د كال  1948  نه تر 1951 د پاکستان کرکټ ډلې د مشرۍ فرائض تر سره كړي او د هېواد  د  کرکټ په ابتدائي تاریخ كښې يې يو مهم او یادګار مقام تر …

لاھور۔31اګست  (اے پي پي)د پاکستان کرکټ ډلې  وړومبي کپتان میاں محمد سعید  په 116مه  سالګرہ د  پي سي بي د اړخه هغه ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شوې ۔ میاں محمد سعید    د قیامِ پاکستان  نه پس د كال  1948  نه تر 1951 د پاکستان کرکټ ډلې د مشرۍ فرائض تر سره كړي او د هېواد  د  کرکټ په ابتدائي تاریخ كښې يې يو مهم او یادګار مقام تر لاسه كړے ۔د پي سي بي وياند تر مخه  میاں محمد سعید نه يوازې د پاکستان  اولنے کپتان ؤ بلکې د هغه كورنۍ هم  د پاکستان کرکټ په تاریخ كښې د  خپلو خدماتو تر سره كولو په اړه  يو خاص اهمیت لري  ۔  هغه د  پاکستان د نړيوال معیار عظیم کرکټر او فاسټ باولر فضل محمود سخر   ؤ ، دغسې د هغه زوي یاور سعید هم  د پاکستان کرکټ  لپاره تر ډېرې مودې خدمات تر سره كړي  او د  پاکستان کرکټ ډله  كښې تر ټولې زياتې مودې  خدمات تر سره كوونكو مینیجرز كښې شمېرلے كېږي

مزید خبریں