قبرص، د مسافرو  بېړۍ په نسكورېدو  8 كسان مړه ،18  بې دركه

نکوسیا۔31اګست  (اے پي پي ) شمالي قبرص كښې د  270 مسافرو وړونكې فیري  بېړۍ نسكوره شوې  په كومه كښې چې 8 كسان مړه او  د 18 نه زيات بې دركه شول ۔ د  امارات نیوز ایجنسۍ وام تر مخه  چارواكو وئېلي دي   شخصي فیري بېړۍ  د کرنیا بندرګاہ  څخه روانه شوې  وه او د  روانېدو نه سمدستي وروستو په نامعلومه  سبب ورته اوبه وروختلې ۔ فیري مشرقي بحیرۂ روم كښې …

نکوسیا۔31اګست  (اے پي پي ) شمالي قبرص كښې د  270 مسافرو وړونكې فیري  بېړۍ نسكوره شوې  په كومه كښې چې 8 كسان مړه او  د 18 نه زيات بې دركه شول ۔ د  امارات نیوز ایجنسۍ وام تر مخه  چارواكو وئېلي دي   شخصي فیري بېړۍ  د کرنیا بندرګاہ  څخه روانه شوې  وه او د  روانېدو نه سمدستي وروستو په نامعلومه  سبب ورته اوبه وروختلې ۔ فیري مشرقي بحیرۂ روم كښې د ترکیه  بندرګاہ تاشوجو  پلو روانه وه ۔ په پیښه كښې بچ وتونكو كسانو ووئېل  فیري په غیر معمولي او  بے ترتیبه ډول حرکت کولو ۔ د اوبو سره په ورستي زورور  ټکر د دوو برخو لرونكې فیري بېرۍ  وړاندې برخه  ماته شوه  د كومې څخه  چې اوبه  بېړۍ ته وختلې  ۔فیري  كښې د عملې  8  كسانو پشمول 267 كسان ناست وو چې پكښې 241 ژغورل شوي دي ۔یاد دې وي دا پیښه د کرنیا ساحل سره نزدې رامخې ته شوې ده  كوم چې د ځايي خلقو او سېلګرو دوواړو لپاره د سېل سپاټي ځائے دے