نیپال كښې د خاورو كمرو پرېوتو څخه د مرګونو شمېره  903  ته ورسېده

کھټمنډو۔31اګست  (اے پي پي) نیپال كښې د  تباهۍ كونكې سېلاب  او د خاورو  کمرو پرېوتو څخه   د مرګونو شمېره په زياتېدو  903  ته ورسېده او 4,247  كسان لا بې دركه دي۔ د شنهوا تر مخې د   نیپال نیشنل ډیزاسټر رسک ریډکشن اینډ مینجمنټ اتھارټي  ووئېل په پیښه كښې 267 كسان ژوبل شوي   دي ۔د چارواكو وېنا ده د لټون، مرستې  او  ژغورنې  كاروائيو لپاره په  مجموعي توګه  20,819 امنيتي اهلکار …

کھټمنډو۔31اګست  (اے پي پي) نیپال كښې د  تباهۍ كونكې سېلاب  او د خاورو  کمرو پرېوتو څخه   د مرګونو شمېره په زياتېدو  903  ته ورسېده او 4,247  كسان لا بې دركه دي۔ د شنهوا تر مخې د   نیپال نیشنل ډیزاسټر رسک ریډکشن اینډ مینجمنټ اتھارټي  ووئېل په پیښه كښې 267 كسان ژوبل شوي   دي ۔د چارواكو وېنا ده د لټون، مرستې  او  ژغورنې  كاروائيو لپاره په  مجموعي توګه  20,819 امنيتي اهلکار متحرک دي ۔   په 26 اګست 2026 د همالیه غرئيزه سلسله  كښې  د ګلیشئر  راپرېوتو څخه تریشولي درياب كښې د  خوفناک سیلاب  څخه  د نیپال دھادنګ ، ګورکھ او چتوان سيمې تر ټولو زياتې ځپلې شوي دي ۔چې پكښې د  چتوان ضلع تر ټولو زياته ځپلې شوې ده چرته چې د سېلابي اوبو او ملبې څخه  مړي راوځي ۔ د ګورکھا غرئيزه سيمه د لینډ سلائیډنګ  نه ډېره ځپلې شوې چې ورسره په سوونو كليو ته زيان رسېدلے دے ۔  دھادنګ د نیپال حکومت  په رسمي توګه  آفت ځپلې سيمه ګرځولې ده ۔ د سیلاب نه په دريو واړؤو يادو شوو ضلعو كښې  مهمو سړکونو ، رابطه پلونو او د پن بجلی منصوبې  تباه شوي دي  ۔ په دغه ضلعو كښې د بجلۍ وركړه او موبائل نیټ ورک سروسز معطل  كدېو څخه هم خلق د ډېرو ستونزو سره مخ دي۔