پېښور - 30 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډي په سوات اېکسپرېس وے ترافیکي پېښه کښې د قیمتي بشري ځانونو په زيان ژوره خواشیني څرګنده کړې ده۔ د ګورنر پبلك ريليزشن آفيسر لخوا جاري شوي پېغام كښې ګورنر په پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي وكړه۔ ګورنر ژوبل شوو لپاره د زر روغتيا دعا او اړوندو ادارو ته دوئي لپاره د غوره طبي …
ګورنر فیصل کریم کنډي په سوات اېکسپرېس وے ترافیکي پېښه كښې په بشري ځاني زیان خواشیني څرګنده کړه

مزید خبریں
پېښور – 30 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډي په سوات اېکسپرېس وے ترافیکي پېښه کښې د قیمتي بشري ځانونو په زيان ژوره خواشیني څرګنده کړې ده۔ د ګورنر پبلك ريليزشن آفيسر لخوا جاري شوي پېغام كښې ګورنر په پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي وكړه۔ ګورنر ژوبل شوو لپاره د زر روغتيا دعا او اړوندو ادارو ته دوئي لپاره د غوره طبي آساني برابرولو هدايت وكړو۔ ګورنر ووئيل په دې سخت وخت كښې مونږ غمجنيو كورنيو سره يو برابر ولاړ يوو۔ هغه په حق رسېدليو له د لوړو درجو او ځپليو كورنيو له د صبر او زغم دعا هم وكړه۔










