د پاكستان معيشت په سم لوري روان دے٬ د سرمايه كارانو باور تر لاسه كول لومړۍ  ترجيج ده: هاروان اختر خان

لاهور۔29 اګست (اے پی پی) د وزیراعظم د صنعت او پېداوار خصوصي مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي چې د پاكستان معيشت په سم لوري روان دے٬ حكومت د صنعتكارانو او سرمايه كارانو باور بحالولو ٬ معاشي فعاليتونو ته وده وركولو او صنعتي پېداوار زياتولو له ټولو وسائل كاروي ، وزیراعظم شهباز شریف د پاكستان پرمختګ لپاره جدي هڅې كوي۔ هغه د خالي په ورځ په لاهور چېمبر آف کامرس …

لاهور۔29 اګست (اے پی پی) د وزیراعظم د صنعت او پېداوار خصوصي مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي چې د پاكستان معيشت په سم لوري روان دے٬ حكومت د صنعتكارانو او سرمايه كارانو باور بحالولو ٬ معاشي فعاليتونو ته وده وركولو او صنعتي پېداوار زياتولو له ټولو وسائل كاروي ، وزیراعظم شهباز شریف د پاكستان پرمختګ لپاره جدي هڅې كوي۔ هغه د خالي په ورځ په لاهور چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری كښې يوې دستورې ته خطاب كولو۔ په دې موقع د لاهور چېمبر صدر فهيم الرحمن سهګل ٬ سینئر نائب صدر تنویر احمد شېخ، د صنعت وفاقی سېکرټری سیف علی انجم، سی ای او سمیډا نادیه جهانګیر سېټھ، د لاهور چېمبر سینئر عهدیداران، نوموړي صنعتکاراو کاروباری شخصیات موجود وو۔ ده ووئيل د حكومت د مثبت او كاروبار دوست پالېسيو له امله ځائي او غېر ملكي سرمايه كاران په پاكستان كښې سرمايه كارۍ كښی خوښي ښكاره كوي۔ په دې موقع د لاهور چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری صدر فهیم الرحمن سهګل خپل خطاب ووئيل  سکلز ډوېلپمنټ څانګه كښې په بېړني بنيادونو اقدامات كولو ته اړتيا ده دغسې چې هېواد كښې د هنرمند افرادي قوت كمې لرې كړې شي۔ ده ووئيل د هارون اختر خان دستوره كښې ګډون كاروباري ورورولۍ لپاره د ډاډګيرنې وړ ګرځولو سره هيله ولرله چې حكومت او صنعتكاران به مشاورت سره د پاكستان د معاشي او صنعتي پرمختګ سفر تند كړي۔ د دستورې په پايه كښې هارون اختر خان د صنعتكارانو مسئلې واورېدلې او هغوي ته يۍ ددې د حل كولو باور وركړو۔

مزید خبریں