وزیر اعلیٰ سهیل آفریدی شمله هل كښې د اسټېټ آف دي آرټ اېبټ آباد پرانيسته وكړه

پېښور۔ 29 اګست (اے پی پی) وزیر اعلیٰ سهیل آفریدی په شمله هل كښې په 702 كنال رقبه د جوړ شوي اسټېټ آف دي آرټ اېبټ آباد پرانيسته وكړه ۔ وزیر اعلیٰ د دغه پارك پرانيسته د اېبټ آباد دورې په مهال وکړه۔ په دې موقع د بلدیاتو وزیر مینا خان آفریدی، د قومي اسمبلۍ غړې علي خان جدون، د صوبايي اسمبلۍ غړي مشتاق احمد غني او افتخار احمد خان …

پېښور۔ 29 اګست (اے پی پی) وزیر اعلیٰ سهیل آفریدی په شمله هل كښې په 702 كنال رقبه د جوړ شوي اسټېټ آف دي آرټ اېبټ آباد پرانيسته وكړه ۔ وزیر اعلیٰ د دغه پارك پرانيسته د اېبټ آباد دورې په مهال وکړه۔ په دې موقع د بلدیاتو وزیر مینا خان آفریدی، د قومي اسمبلۍ غړې علي خان جدون، د صوبايي اسمبلۍ غړي مشتاق احمد غني او افتخار احمد خان هم له وزیر اعلیٰ سره موجود وو۔ په دې موقع وزیر اعلیٰ ته بريفنګ كښې وويل شول چې په ایبټ آباد پارک کښې 30 چاپېریال‌ دوسته پراخا لارې دي او په مجموعي توګه 365 ميټر اوږد زپ لائن جوړ كړې شوې دې۔ په پارك كښې ټولې دیارلس زره ونې موجودې دي، په كومو كښې چې شپږ زره نوې کرل شوې دي۔ د پارک د جوړولو په مهال یوې ونې ته هم زیان نه دی رسول شوی۔ د ماشومانو لپاره د لوبو میدان هم د پارک برخه دې. په پارک کښې وګړو لپاره شپږ واكنګ ټرېكس دي ٬ دغسې نارینه ‌او ښځو له جلا جلا جوماتونه هم جوړ شوي دي۔ پارک ته د راتلونکو خلکو د اسانتیا لپاره یو لوی رستورانت او کافېټیریا هم جوړه كړې شوې ده. دلته درې پاركنګ اېرياز جوړې كړې شوي دي په كومو كښې چې 2 نيم سوه ګاډي په يو وخت پارك كېدې شي۔

مزید خبریں