ملګري ملتونه ۔ 28 اګست (اے پي پي) ملګرو ملتونو خبردارے وركړے دے چې د اسرائيل او حزب الله تر مينځه د بيا پېل شوي تاؤ تريخوالي څخه سوئېلې لبنان كښې د وګرو ژوند ځپلے كېږي ۔ د شنهوا تر مخه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو ادارې (اوچا) تر مخه ووئېل تېره ورځ د لبنان په نبطيه ولايت بېلو سيمو كښې ګڼ هوائي بريدونه رپورټ شول او …
د اسرايئل او حزب الله نوي تاو تريخوالي څخه سوئېلې لبنان كښې د وګړو ژوند ځپلے كېږي٬ ملګري ملتونه
ملګري ملتونه ۔ 28 اګست (اے پي پي) ملګرو ملتونو خبردارے وركړے دے چې د اسرائيل او حزب الله تر مينځه د بيا پېل شوي تاؤ تريخوالي څخه سوئېلې لبنان كښې د وګرو ژوند ځپلے كېږي ۔ د شنهوا تر مخه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو ادارې (اوچا) تر مخه ووئېل تېره ورځ د لبنان په نبطيه ولايت بېلو سيمو كښې ګڼ هوائي بريدونه رپورټ شول او هره ورځ په بريدونو او د ړنګولو كاروائيو څخه كورونو او بنيادي ډهانچې ته زيان رسېږي ۔ اوچا ووئېل د شورو په ورځ د نبطيه په دير مېماس سيمه كې د اور مړ كولو لپاره د لبنان د سول ډيفنس كارمندان د بريد سره په مخ كېدو بېرته په ستنېدو مجبور شول۔ ادارې ووئېل د ستونزو باوجود د انساني مرستې همكاران حاجتمندو ته ضروري معاونت وركوي ٬ دغسې د 2 مارچ څخه تر اوسه 9 لاكهه نه زياتو كسانو ته د لږې نه لږې يو وارې هنګامي نغده مرسته وركړې شوې ده۔د اوچا تر مخه انساني ضرويات هغسې ډېر زيات دي او د مرستې فنډ ناكافي دے ٬ د ځپلو كسانو لپاره مرستې لپاره نزدې 64 كروړ ډالره پكار دي۔











