ملګري ملتونه ۔ 27 اګست (اے پي پي) د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارو د نېپال او تبټ په پوله تباهۍ كونكې سېلاب او د لېنډ سلائنډنګ نه ځپلو سيمو كښې د ناځاپي مرستې هلې ځلې پېل كړې دي ۔ د ناڅاپي راغلې لوي سېلاب او زمكې خوئېدو څخه په درځنونو كسان مړه او په سوونو خلق بې دركه شوي دي ۔ د ملګرو ملتونو وياند اسټېفن دوجارك ووئېل د …
د ملګرو ملتونو ادارو د نېپال او تبت په پوله د تباهۍ كونكې سېلاب او د زمكې خوئېدو له امله ځپلو سيمو كښې د ناڅاپي مرستې هلې ځلې پېل كړې
ملګري ملتونه ۔ 27 اګست (اے پي پي) د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارو د نېپال او تبټ په پوله تباهۍ كونكې سېلاب او د لېنډ سلائنډنګ نه ځپلو سيمو كښې د ناځاپي مرستې هلې ځلې پېل كړې دي ۔ د ناڅاپي راغلې لوي سېلاب او زمكې خوئېدو څخه په درځنونو كسان مړه او په سوونو خلق بې دركه شوي دي ۔ د ملګرو ملتونو وياند اسټېفن دوجارك ووئېل د ملګرو ملتونو ادارې د بشري مرستې همكاران د ځايي چارواكو مرسته كوي ۔ هغه ووئېل نېپال كښې نزدې 10 زره كورنۍ سمدستي مرستې ته اړتيا لري ۔ د ملګرو ملتونو ډلې د صورتحال جاج اغستو او د ضرويات تعين كولو كښې هم بوختې دي۔ وياند تر مخه د چين تبت خود مختاره سيمه كښې په لويه پېمانه د تباهۍ او ځاني زيان آكاهي تر لاسه شوې ده ٬ دغسې ملګري ملتونه د چين حكومت په مشرۍ كښې د مرستې هلو ځلو لپاره معونت كولو ته چمتو دي۔سيو دې چلډرن په سېلاب ځپلې سيمه ضلع نووا كوت كښې خپل كارمندان په ځائے كړي دي او د نېپال رېډ كراس هم د 200 ناڅاپي پنا ګاهونو پېكجز روان كړې دي۔











