پنډۍ۔ 27 اګست (اے پي پي) د امنيتي ځواكونو په خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د فتنه الخوارج او د فتنه الهندوستان خلاف كاميابې كاروائۍ روانې دي٬ امنيتي ځواكونو په استخبارات اډانه آپرېشنز كښې د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان 11 ترهه ګر ووژل شول ۔ د امنيتي ذرائعو تر مخه ځواكونو د خېبر بښتونخوا په سوئېلې وزيرستان او بنو او د بلوجستان په خضدار ضلع كښې په استخباراتي …
د امنيتي ځواكونو په خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان په ضد كاروائۍ روانې دي

مزید خبریں
پنډۍ۔ 27 اګست (اے پي پي) د امنيتي ځواكونو په خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د فتنه الخوارج او د فتنه الهندوستان خلاف كاميابې كاروائۍ روانې دي٬ امنيتي ځواكونو په استخبارات اډانه آپرېشنز كښې د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان 11 ترهه ګر ووژل شول ۔ د امنيتي ذرائعو تر مخه ځواكونو د خېبر بښتونخوا په سوئېلې وزيرستان او بنو او د بلوجستان په خضدار ضلع كښې په استخباراتي بنياد آپرېشنز كښې د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان 11 ترهه ووژل٬ امنيتي ځواكونو په بنو كښې د فتنه الخوارج خلاف عملياتو كښې 2 ترهه ګر وژلي او د هغوي څخه يې وسله او بارود برآمد كړې دي۔ دغسې امنيتي ځواكونو په كاميابه كاروائۍ كښې په بارودو د ترهه ګرو پټن ځايونه هم ړنګ كړل ۔ د ذرائعو تر مخه د سوئېلې وزيرستان په لدها سيمه كښې امنيتي ځواكونو په استخبارات اډاڼه عملياتو كښې 5 خوارج ووژل ٬ دغسې ځواكونو د فتنه الخوارج د ترهه ګرو د تګ راتګ په وخت درك ولګولو او په ولقه كښې يې واغستل۔ د امنيتي ځواكونو تر مخه د بلوچستان د خضدار ضلعې په ساسول سيمه كښې د فتنه الهندوستان خلاف كاروائۍ كښې 4 ترهه ګر ووژل شول ۔ په دې كاروائيو كښې دا خبره باوري كړې شوه چې د اولس د ځان او مال تخفظ وكړے شي او ځايي ودانۍ ته كوم زيان ونه رسي ۔ د امنيتي ذرائعو وېنا ده د هېواد نه د ترهه ګرۍ ناسور تر ختمولو به د امنيتي ځواكونو كاروائۍ د عزم استحكام تر مخه روانې وي۔










